اطلاعات روز: د ننګرهار د حوزوي روغتون روغتیاپالان بریالي شول، چې د یو ۱۲ کلن ماشوم د سر بریالي عملیاتو سره، نوموړی له مرګه وژغوري.
د دې ولایت د سیمه ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ظاهر په نوم یو ۱۲ کلن هلک، چې په «چره ییز» مرمۍ پر سر لګیدلی و او د مرمۍ د چرو له امله یې د سر پوستکی، هډوکی او دماغي پردې سخت زیان لیدلی و، خو روغتون ته تر راوړل کیدو وروسته د ننګرهار د سیمه ییز روغتون د ډاکترانو له سختو عملیاتو وروسته وژغورل شو.
هغه وایي، یاد ناروغ شل ورځې په روغتون کې بستر و، چې تیره ورځ یې له درملنې وروسته کور ته رخصت کړ.
