پکتیاوالو له طالبانو د کوچني اختر لپاره د اوربند غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: کوچني اختر ته د اوربند په خاطر نن (چهارشنبه، ۸ د غویي) د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې لسګونه کسانو د لاریون په ترسره کولو سره له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه، چې له جګړې لاس واخلي او خلک پریږي، چې په ارامه د اختر خوښي ولمانځي.   

دوی همداراز د بهرنیانو وتل د هیواد او خلکو په خیر وباله او له سیاسیو یې غوښتنه وکړه، چې د نظام ساتنې لپاره دې له افغان حکومت سره د مخالفتونو پر ځای همکاري وکړي.

لاریون کوونکو هغه شعارونه چې ورباندې لیکل شوي و، چې «جنګ بس دی، مونږ سوله غواړو.» او «مونږ شاته نه ګرځو.» له ځانه سره لېږدول، روانه جګړه یې افغان وژنه او د ګاونديانو پروژه وبلله. 

د لاریون ګډونوال زهیر انګار وايي، که وسله وال طالبان غواړي، چې د خلکو زړونه خپل کړي، نو د کوچني اختر لپاره دې اوربند وکړي. 

دغه لاریونوال له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل د هېواد په ګټه بولي.

د لاریون ګډونوال اسماعېل حیدر وویل، په هیواد کې روانې جګړې نه یوازې دا چې خلکو ته یې ځاني زیان رسولی، بلکې په اقتصاد یې هم منفي اغېز کړی دی. 

هغه وايي، که جګړه ودریږي، په ډېر لنډ وخت کې به افغانستان د ګاونډیو هیوادونو سره سیال شي. 

نوموړی زیاتوي، که دا ځل د سولې خبرې ټکنی شوې، نو په یاد بهیر به د خلکو باور ته زیان ورسیږي. 

زهیر انګار داسې وویل: «د سولې لپاره زينه په کار ده او اوربند د سولې زينه ده، لومړى بايد اوربند وشي، مونږ د سولې خبرو ته ډېر هیله مند و، خو هلته پکې هم مخالفتونه زیات شوي او د پرمختګ یې هیڅ څرک نه لیدل کیږي.»

په ګردېز کې د نن ورځې لاریون یو بل ګډونوال محمد علي جان محمدي وویل، خلکو تمه درلوده، چې په روژې مبارکه میاشت کې به د دولت مخالفې وسله والې ډلې جګړه راکموي، خو هغوی د دې برعکس جکړې ته زور ورکړی دی، چې دې مسلې له خلکو سره ګڼې اندېښنې راپیدا کړې دي. 

محمدي زیاتوي، چې د روانې جګړې له امله په پکتیا کې د ګڼو رغنیزو پروژو چارې هم په ټپه ولاړې دي.

محمدي وايي: «روژه چې را پیل شوې، مونږ هره شپه د جګړې شاهدان یو، مونږ دا تمه درلوده، چې د روژې د احترام په خاطر به جګړه درول کیږي، خو هغه لا زیاته شوه او هره ورځ د وژنو شاهدان یو، خو که روژې ته اوربند ونه شو، نو طالبان وروڼه دې د اختر لپاره اوربند وکړي، تر څو خلک په ارامه د اختر خوښي په کرارې ولمانځي.»

لاریونوال وایي، چې د روانې جګړې له امله په پکتیا کې د ګڼو رغنیزو پروژو چارې هم په ټپه ولاړې دي.

محمدي په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون د خلکو په ګټه ونه باله او وویل، که وځي نو په مسولانه ډول دې له هیواده ووځي. 

ښاغلي محمدي په دې اړه داسې وايي: «مونږ دلته په هیواد کې د بهرنیانو شتون د افغانانو او افغانستان په خیر نه بولو، ځکه جګړه دوی پیل کړې او که پاتې شي، بیا به هم جګړه دوام کوي، له افغان حکومت مشرانو مې دا غوښتنه ده، چې بهرنیانو ته په مسولانه ډول د وتلو لاره وکړي او هغه تجهیزات یې باید زمونږ امنیتي ځواکونه ته ورکړل شي.»

د میرزکې ولسوالي اوسېدونکی او د لاریون ګډونوال غفار خان بیا وايي، که حکومت د سولې خبرې بریالۍ کېدل غواړي، خو د عصري هوټلونو پر ځای دې د لرې پرتو سیمو مشرانو ته واک ورکړي، چې د وسله والو طالبانو له جنګالي کسانو سره مخامخ خبرې وکړي. 

 نوموړي زیاته کړه، چې د تاتريخوالي کمول نتيجه نه ورکوي، بايد د اوربند لپاره زمينه برابره شي.

هغه وايي: «د هرې بدبختۍ او جګړې پاى سوله وي، نو موږ سوله غواړو جګړه نور بس دى، حکومت دې سوله په عصري هوټلونو کې نه غواړي او نه دې پروژه وي غوندې نیسي، دوی باید په لرې ولایتونو او لسوالیو کې قومي مخورو ته واک ورکړي، چې له جنګي طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.»

 لاریونوال وایي، چې د تاتريخوالي کمول نتيجه نه ورکوي، بايد د اوربند لپاره زمينه برابره شي.

ګردېز کې دې لاریون ته د جګړې قرباني شوې مېرمنې هم راغلې وې او هغو ی هم په وسله والو طالبانو د اوربند غږ وکړ، د دې مېرمنو له ډلې یې نور بي بي اطلاعات روز ته وویل، چې په روانه جګړه کې یې د کورنۍ یواځینی سرپرست زوی له لاسه ورکړ، خو بیا هم سولې او اوربند ته تمه لري، چې طالبان به اوربند کوي.

هغې وویل: «زه چې نن په دې روژې ورځ کې راوتلې یم، زما نور هیڅ مطلب نشته، مونږ سوله غواړو، مونږ قرباني ورکړې، په دې جګړه کې مې زوی شهیر شوی، خو طالبانو ته بیا هم وایم، چې د خدای لپاره له افغان وژنې لاس واخلي او اوربند دې وکړي.»

لاریون کوونکو د پریکړه لیک په لوستلو سره له ښکېلو غاړو په لسو مادو کې د جګړې بندېدو غوښتنه وکړه، د جهوریت ساتل، کوچني اختر ته د اوربند غوښتنه، له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ او د بهرنیو ځواکونو د وتلو هرکلی پکې شوی و. 

دوی د پریکړه لیک په یوه بله برخه کې د افغانستان په ستونزه کې له نړیوالو څخه د سولې د قوي ضمانت، د ملي ګټو ساتل او له سولې وروسته له نړیوال اقتصادي مرستندویانو د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه