اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د پولیسو پر رنجر ماین چاودنې دوه ملکي وګړي ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (چهارشنبه، ۸ د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تائید کړه او ویې ویل، دغه چاودنه د پولیسو پر رنجر نن سهار شاوخوا ۷:۴۰ دقیقې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند عیدګاه جومات تر څېرمه د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین له امله وه.
د هغه په وینا په دې پېښه کې دوه ملکیان تپيان شوي، خو پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.
خوږیاڼی زیاتوي: «چاودنه نن سهار عید ګاه جومات ته څیرمه د پولیسو په موتر شوې له امله یې دوه ملکي وکړي ټپیان شوي دي.»
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
