اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (سه شنبه، ۷ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ «تور راغه» سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې.
ده زیاته کړه، په دې جګړه کې د یادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال «اکبر کوچی» د امنیتي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې وژل شوی دی.
خوږیاڼی زیاتوي: «تېره شپه د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال د هسکې مېنې ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال اکبر کوچی وژل شوی دی.»
د یو بل خبر له مخې ملي امنیت ځواکونو په چپرهار او روداتو ولسوالیو کې له وسله والو طالبان او داعش ډلې سره د اړیکو په تور د ۶ تنو د نیول کیدو خبر ورکړی. تراوسه وسله والو طالبانو او داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
