د پکتیکا امنیتي چارواکي: د پاکستاني استخباراتو په مټ د طالبانو د لویو بریدونو مخه نیول شوې

اطلاعات روز: د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو غوښتل د پاکستاني استخباراتو په مټ په دې ولایت کې پر امنیتي پوستو او ځینو ولسوالیو  کې لوی بریدونه ترسره کړي، خو افغان ځواکونو یې مخه نیولې ده. 

د روژې له پیل سره سم وسله والو طالبانو د هیواد د نورو ولایتونو سربېره په پکتیکا کې هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، خو د دې ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د وسله والو طالبانو د لویو بریدونو مخه یې نیولې ده. 

د پکتیکا امنیه قومندان سمونوال لطف الله کامران ډاډ ورکوي، چې امنیتي ځواکونه له پخوا مسلکي شوي او کولی شي، چې د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ پرته په ښه ډول له وسله والو طالبانو سره جګړه وکړي او د بریدونو مخه یې ونیسي. 

کامران په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «زمونږ دریځ مالوم دی، هغه له خپلې خاورې او خلکو دفاع ده، مونږ له تېر نوي کال راهیسې دلته په پکتیکا کې د مخالفینو هغه شوم اهداف چې د ولسوالیو او سیمو د نیولو لپاره یې نیولي و، د پکتیکا زړورو ځواکونو یې مخه نیولې ده، دلته دوی ټول زور وازمایه او نور داسې څه ندي ورپاتې، چې دوی دې له امنیتي سرتېرو سره جګړه وکړي او خپلو اهدافو ته ورسیږي.»

نوموړي، چې د افغان ځواکونو په یوې غونډه کې یې خبرې کولې، وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ، که له جګړې لاس وانخلي، د لاځپلو لپاره به یې اقدام وکړي. 

هغه د پکتیکا له خلکو غوښتنه کوي، چې د خاورې او ملي شتمنیو د ساتنې لپاره دې له افغان ځواکونو سره همکاري ته دوام ورکړي. 

ښاغلي کامران زیاته کړه: «تاسو ته معلومه ده، چې خارجیان زمونږ له هیواده وځي، خو ولس دې په دې اړه هیڅ تشویش نکوي او ډاډه دې اوسي، چې زمونږ سرتیري او ستایو بچیان اوس دا وړتیا لري، چې له خاورې ساتنه کړي او د پردیو شوم اهداف دې سرته ورسوي، سرتيري په مسلکي ډول روزل شوي او په ډېر ښه ډول د جګړې کابو کولو لپاره له مختلفو تکتیکونو کار اخلي.»

په پکتیکا کې د افغان ځواکونو میشت سرتیري هم جګړې ته د پوره چمتوالي خبره کوي او وايي، د وسله وال طالبان اوس نشي کولی، چې له دوی سره په مخامخ جګړه کې مقاومت وکړي. 

د ملي پولیسو سرتېری کامران سرباز وايي، له دې وړاندې یې هم پکتیکا ولایت کې د دولت د مخالفو وسله والو ډلو پر وړاندې جګړه کړې او د هغوی د ناسمو کړنو مخه یې نیولې ده. 

نوموړی وايي: «مونږ دلته په ډېره مېړانه خپلو سپېڅلو دندو ته دوام ورکوو، ولس له مونږ سره دی او مونږ هم د دوی د ساتنې لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړې او هدف مو دا دی، چې دا خاوره د کرغېړنو څېرو له شره په امان شي، دلته ډېره ښه هماهنګي موجوده ده.»

د ځانګړو ځواکونو سرتېری قدرت الله بیا وايي، که بهرني ځواکونه له هیواده وځي، نو دوی په دې اړه هیڅ اندېښنه لري او ډاډه دي، چې د هغوی له ملاتړ پرته به هم خپلو دندو ته دوام ورکوي. 

قدرت الله په دې اړه داسې وايي: «ملکي روزنه راکړل شوې، د ورځې ترڅنګ د شپې پرمهال هم په ډېر ښه ډول جګړه کوو او راکړل شوی ماموریت په مسلکي ډول سرته رسوو، بهرني ځواکونه چې وځي، نو مونږ هم ورته پوره چمتوالی لرو، تر څو له دې خاورې په سمه توګه دفاع وکړو.»

پکتیکا د هیواد له لرې پرتو ولایتونو ګڼل کیږي، پراخه اراضي د دې لامل شوې، چې هلته وسله والو طالبانو ته د فعالیت زمینه برابره شي، خو د یاد ولایت چارواکي بیا وايي، په هغو سیمو کې یې د افغان ځواکونو بېزونه ځای پر ځای کړی، چې هلته پکې د یادې ډلې فعالیتونه زیات تر سترګو کېدل. 

په یاد ولایت کې اوو هغه ولسوالي دي، چې لویې لارې یې د افغان ځواکونو د تګ او راتګ په مخ تړل شوې او هلته میشتو افغان ځواکونو ته د هوا له لارې اکمالات کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه