اطلاعات روز: ختیځ کې امنیتي مسوولین وایي، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۶۱ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د ویاند مرستیال سید مقصود صاحبزاده نن (دوشنبه، ۶ د غویي) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې یې له تیرو دوو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړي، چې د تیرې یوې اونۍ پرمهال یې ۴۴ وسله وال طالبان وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي.
ښاغلی صاحبزاده وایې، چې د یادو عملیاتو پرمهال یې د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ۲۳ کړۍ ماينونه کشف او له منځه وړي دي.
صاحبزاده زیاتوي: «د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د یوې اونۍ په ترڅ کې ۶۱ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې. یاد عملیات به ترهغې دوام ولري چې تر څو یاده ولسوالۍ له وسله والو طالبانو په سم ډول نه وي پاکه شوي.»
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
