مطالعه څنګه د لویو بدلونونو لامل کېدای شي؟

لیکوال: حمیدالله حمیدي

هغه څه، چې تاسو یې لولئ پر تاسو هرو مرو اغېز پرې باسي او بدلوي مو. سل کاله مخکې، ویلیام جیمز ویلي وو، چې د انسان شخصیت په ۳۰ کلنۍ کې تثبیتېږي او وروسته بیا بدلون نه مومي. په دې نظریه کلونه تېرشوي، د لا ثابتولو لپاره یې څېړنې شوې دي خو د نورو افسانو په څېر پر خپل ځای پاتې ده. څېړونکي وایي نه يوازې دا چې د انسان شخصیت په ۳۰ کلنۍ کې ثابتېږي، بلکي ډیر یې بیا په دې اند دي، چې دا یوه ارثي چاره ده او مخکې له مخکې معلومه شوې ده.

له موږ څخه ډېری په دې اند دي او دا خوښوي هم، چې مناسب اندام ولري، هوښیار وي او تل یې بخت ور سره یاري وکړي، له دې سره په څنګ کې دا هم غواړي، چې خپل شخصیت جوړ کړي؛ ځکه ځینې شخصیتي ځانګړنې کله کله ژوند هم له ګواښ سره مخ کوي؛ د بېلګې په توګه (( له اندازې زیاته اندېښنه کول)) شخصیت ته په شدت سره زیان رسوي او انسان له یو ډول روحي فشار سره مخ کیږي او دغه راز د انسان په ورځنیو چارو هم اغېز پرې باسي او یا هم هغه کسان، چې تل هر څه په خپل زړه کې ساتي، د هغه کسانو په نسبت، چې خپلې خوښۍ او ستونزې له نورو سره شریکوي ډیر توپیر لري.

داسې نورې ځانګړنې هم شته، چې ښې او بدې پایلې له ځانه سره لري. کېدای شي تاسو یو داسې کس اوسئ، چې له هر ډول محیط، خلکو او کارونو سره جوړ جاړی وکړئ، چې ستاسو دغه ځانګړنه تاسو ته په خپلو چارو کې پوره بریا در په برخه کړي او خلک در سره مینه وکړي. او که خدای مه کړه، داسې یو کس وی، چې خلک درنه نفرت کوي، هڅه وکړئ ځان په داسې یوه کس بدل کړئ، چې خلک در سره مینه پیدا کړي. د اروا پوهانو په اند هغه شخصیتي ځانګړنې، چې زموږ رفتار او سولوک څرګندوي په پنځو لویو برخو ویشل شوې دي. په دې پنځو برخو کې یوه یې هم ( تجربه) ده چې تر ټولو مهمه بلل شوې دي. ډیری کسان د افسانو قرباني شوي دي او په دې اند دي چې د انسان شخصیت بدلون نه مومي، دوی داسې فکر کوي، چې د ټول ژوند په اوږدو کې به له انسان سره هماغه یو ډول شخصیت ملګری وي او بدلون به ونه کړي، خو که په دې پوه شئ، لا هم امید شته، چې وکولای شئ خپل شخصیت ته بدلون ورکړئ نو خوښ به شئ.

په ۲۰۱۴ کال کې دوو څېړونکو هوډ وکړ، چې یوه نوې فرضیه را منځته کړي، هغه دا وه، چې ((ایا مطالعه کولای شي د انسان شخصیت ته بدلون ورکړي؟)) او که ځواب هو وي نو څومره کولای شي په شخص باندې مثبت تاثیر وکړي؟ د ډیر په زړه پورې څېړنو په پایله کې دا جوته شوه، چې افسانوي کیسې او داستانونه په خاصو او ځانګړو ډولونو جوړول او لوستل کولای شي انسان ته بدلون ورکړي، خپلې خوا ته یې جذب کړي ، ځان ته بدلون ورکړي او اصلاح شي. د شخصیت له ځانګړنو څخه، چې ادبیات پر هغې اغیز کوي هغه ((همدلي)) او همرازي ده، دغه توان مندي په دې مانا ده، چې انسان کولای شي خپل ځان د بل پر ځای فرض کړي. د څېړونکو په اند تر ډیره هغه کسانو، چې دغه ډول افسانوي کیسې او داستانونه یې لوستي کولای شي په ډیره اسانۍ سره د نورو خلکو احساسات درک کړي، البته داسې نه ده، چې یوازې زړه سواندي کسان ډیره مطالعه کوي، بلکې ډیره مطالعه په انسان کې د همدلۍ حس پیدا کوي.

د دغو څېړونکو څېړنې ادبیات په درې برخو ویشي؛ داسې چې ادبیات کولای شي له لنډ مهاله بدلون سره، سره په انسان کې اوږد مهاله بدلون هم راوستلی شي.

۱- فکر وکړئ د نورو په ذهن کې مو ځای نیولی

د داستانونو لوستل موږ ته دا چانس راکوي، چې له دې لارې و کولای شو د یو چا داخلي دنيا ته ور دې ننه شو او د دوی خپل شخصیت هم کشف کړو او یې پېژنو، لکه څرنګه چې د تاریخي کتابونو لوستل په اړونده برخه کې زموږ معلومات زیاتوي دغه راز کیسې، ناولونه او رومانونه هم کولای شي موږ ته اجتماعی خواص او مهارتونه را وښایي.

۲- په موقتي ډول مو خپل احساسات پردي کوي

د لیکوال د لیکلو سبک، او هغه کنایې، چې لیکوال په خپله لیکنه کې کارولې دي د دې سبب ګرځي، چې لوستونکی دومره د ځان په طرف جلب کړي، چې ان کله کله ځان د داستان او یا ناول د اصلي کرکټر په توګه ورته برېښي، دغه راز مطالعه مو دې ته اړه کوي، چې له سره په خپل فکر او ذهن باندې کار وکړئ او کار کولو ته یې مجبور کړئ.

۳- د مطالعې په وسیله کولای شو خپل او د بل شخصیت په اسانۍ سره مالوم کړو

د کتابونو مطالعه کول، موږ ته دا وړتیا راکوي، چې د لیکوال شخصیت په اسانۍ سره درک کړو، ویې پېژنو او دغه راز ور سره خپل شخصیت پرتله کړو.

په حقیقت کې که د مطالعې په وخت کې رانه اصلي لاره ورکه نه شي، نو کولای شو په ډیره اسانۍ سره د خپل شخصیت منفي ټکو ته پام وکړو او اصلاح یې کړو، څمره مو چې ذهن خلاصیږی، په همدې اندازه مو د غم رازۍ او همدلۍ فکر په سر کې وده کوي او په اسانۍ سره کولای شو د نور خلکو احساسات درک کړو، چې دغه کړنه مو بیا په دایمي اړیکو هم اثر پرې باسي، چې په اصل کې به مو بیا خپل شخصیت ته د خپلې خوښې وړ بدلون ورکړی وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه