اطلاعات روز: د لوګر امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز پل عالم کې د ملي اردو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې درې سرتیري ووژل.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند ګل حیدر اطلاعات روز ته وویل، نن (شنبه، ۴ د وري) غرمه مهال د لوګر ولايت مرکز پل عالم اړوند «کنجک» سيمه کې د ملي اردو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه کړې.
د ښاغلي حیدر په وینا په دې چاودنه کې د ملي اردو درې سرتيري وژل شوي او د پاڅون کوونکو يو سرتېری يې ټپي کړی دی.
د لوګر ولايت د پوليسو وياند زیاته کړه، د ملي اردو په موټر هغه مهال چاودنه شوې، چې دوی د کنجک په سيمه کې امنيتي ګزمه کوله.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
