د طالبانو مهم قوماندان نیک محمد رهبر چې زرګونه تنو یې جنازه کې ګډون وکړ، څوک و؟

خبریال: جان اغا صالح

د تیرې دوشنبې په ورځ د وري په ۳۰مه مازیګر ناوخته د وسله والو طالبانو يو مهم نظامي قوماندان مولوي نیک محمد رهبر د کوزې پښتونخوا د پيښور حاجي کیمپ سيمه کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو.

له ده سره په دغه وسله وال برید کې د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې مسوول عزيزالله مشهور په مصطفی په ګډون يې دوه ملګري هم ټپيان شوي وو.

د وسله والو طالبانو د یاد قومندان له وژل کیدو څو ساعته وروسته د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په خپل ټویټر کې ولیکل: «د ننګرهار لپاره د وسله والو طالبانو يو مهم نظامي قوماندان مولوي نیک محمد رهبر نن دوشنبه مازیګر ناوخته د کوزې پښتونخوا د پيښور حاجي کیمپ سيمه کې وژل شوی او د ښاري شبکې مسوول عزيزالله مشهور په مصطفی په ګډون يې دوه ملګري ټپيان شوي.»

د طالبانو دا مهم قوماندان مولوي نیک محمد رهبر تېره دوشنبه په پېښور کې ووژل شو.

د ننګرهار والي نه و ویلي، چې د طالبانو دغه مهم قوماندان څنګه او چا وژلی دی، خو وایې، نوموړی د ننګرهار لپاره د وسله والو طالبانو یو له مهمو قومندانانو شمیرل کېده، چې په دې ولایت کې یې د زیاترو بریدونو پلان جوړونکی هم و.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، په دې ولایت کې یې د وسله والو طالبان او نورو وسله والو ډلو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړي، چې د پخوا په پرتله یې وسله وال طالبان ځپلي چې اوس دوی سره د مخامخ جګړې توان نه لري.

د ښاغلي امرخیل په خبره د وسله والو طالبان قوماندان نیک محمد رهبر وروسته له هغې پاکستان ته لاړ، چې په خوږیاڼو، حصارک او شیرزادو ولسوالیو کې یې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات پیل کړل.

نوموړی وایې، د وسله والو طالبانو د یادو قومندان له وژل کیدو دا مالومیږي چې وسله وال طالبان لا اوس هم په پاکستان کې مهم پټنځایونه لري او له هماغه ځایه تمویلیږي.

امرخیل زیاتوي: «د وسله والو طالبانو د مهمو قومندانانو له وژل کیدو مالومیږي، چې وسله وال طالبان او نورې ډلې اوس هم په پاکستان کې خپل پټنځایونه لري او له هماغه ځایه تمویلیږي او دلته ننګرهار او هیواد ته د جګړې لپاره استول کیږي خو دلته یې مونږ پر وړاندې عملیات پیل کړي.»

د وسله والو طالبانو د یاد قومندان له وژل کیدو وروسته د پاکستان لپاره د داعش ډلې اعا کړې وه، چې نوموړی د دوی له خوا وژل شوی او یو شمیر ملګري یې ورته ټپیان کړي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد اطلاعات روز ورځپانې ته په استول شوي پیغام کې وویل، مولوي نیک محمد رهبر د دې ډلې یو مهم قوماندان و او په پېښور کې ووژل شو. خو دا یې و نه ویل، چې د چا لخوا.

ښاغلی مجاهد وایي، نوموړی قوماندان په اصل کې د ننګرهار و، خو له پخوا په پېښور کې کډوال و. د نوموړي په وینا، دغه قوماندان د روژې تېرېدو لپاره هلته خپلې کورنۍ ته ورغلی و، چې ووژل شو.

د طالبانو دغه ویاند همدارنګه وایي، د نوموړي قوماندان جنازه یې پرون (سه شنبه، ۳۱ د وري) د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ کې ترسره او همدلته خاورو ته وسپارل شو.

اطلاعات روز ته نورې سرچینې هم وایي، دا چې یاد قوماندان په اصل د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی و، نو ځکه یې جنازه د تیرې سې شنبې په ورځ د یادې ولسوالۍ «پیره خیلو» سیمه کې ادا شوه، چې په زرګونه ځایي خلکو په کې ګډون کړی وو.

د طالبانو دې قوماندان جنازه کې، چې د ننګرهار خوږیاڼو کې وشوه او خاورو ته وسپارل شو، ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و.

خو دا چې ولې دومره په ګڼ شمیر خلکو د نوموړي په جنازه کې ګډون کړی وو، د ننګرهار امنیتي چارواکي یې لامل هلته پر ځایي خلکو د وژل شوي قوماندان له ډلې او کورنۍ د خلکو ویره ښیي.

 له دې وړاندې هم افغان چارواکي په ځلونو ادعا کړې وه، چې د پاکستان حکومت د وسله والو طالبانو مشرانو ته پناه ځایونه او جنګیالیو ته یې د روزنې مرکزونه ورکړي دي، خو پاکستان دا خبره ردوي.

دا د وسله والو طالبانو دریم مهم قوماندان دی، چې په دې وروستیو څو میاشتو کې په پېښور کې وژل کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه