د پکتیکا په ۹ ولسوالیو کې مخابراتي شبکې فعالیت نه لري

د پکتیکا ولایت اوسیدونکي وايي، د دې ولایت په ۹ ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو د فعاليت د نه شتون له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، په دې سيمو کې يې د دې اړينې اسانتيا د نه شتون له امله اړ دي، چې د اړیکو نیولو لپاره له اوږدو لارو وروسته ګاونډیو ولسوالیو ته ولاړ وشي.

پر ډېورنډ فرضي کرښه د پرتې برمل ولسوالۍ اوسېدونکي نورالله وویل، چې د دې ولسوالي ټول خلک له ټلیفوني او انټرنیټي اسانتیاوو محروم دي.

هغه وايي، چې د مخابراتي انتنونو نشتون د خلکو په سوداګرۍ هم ډېره ناوړه اغېز کړی او همدارنګه په نورو سيمو او هېوادونو کې د دې ولسوالي له مسافرو څخه يې کورنۍ او خپلوان په مياشتو احوال نه شي تر لاسه کولی.

نوموړي زياته کړه: «دلته خو اوس دا باډر هم دی او کاروبار هم ډېر دی، خو دا چې ټليفون کار نه کوي، نو پر دې هم بد تاثير لري. مسافر بېچاره خو چې لاړ، بيا يې د احوال پته نه لګيږي.»

د زیړوک ولسوالي اوسیدونکي بسم الله اطلاعات روز ته وویل، چې د دې ولسوالي اوسېدونکې د ولسوالۍ په بازارکې له يواځیني ټیلیفون خانې یا (PCO) څخه ګټه اخلي چې په خبره يي خلک د نوبت لپاره ان نيمه ورځ انتظار باسي.

نوموړی وايي: «که چا سره څه کار وي او د ورتګ امکان وي، نو په پياده ورځو او خبره سره شريکوو.»

د پکتیکا بل اوسیدونکی غلام محمد خواشيني څرګندوي، چې د ټکنالوژي په اوسني پرمختللي دور کې هم دوی له ټیلیفون او انټرنېټ څخه بي برخي دي.

محمد له مخابراتو ریاست او خصوصي شرکتونه غواړي، چې خلکو ته د دې اساسي اسانتياوو برابرولو لپاره جدي اقدام وکړي.

نوموړي زياته کړه: «دا خو ډېره د خپګان او شرم خبره ده، چې موږ تر اوسه ټليفون او انتن نلرو، له دنيا مو سره ارتباط نشته؛ له چارواکو غواړو چې د خدای لپاره دې کار ته توجه وکړي.»

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس ارسلاح هاشمي وايي، له مخابراتي پوښښ څخه ډیری هغه ولسوالۍ پاتې دي، چې لويي لارې يې تړلې یا ډېرې ناامنې دي او دوی پکې کار نشي کولی.

هاشمي وايي، هڅه کوي چې د امنیتي چارواکو په مټ یادو ولسوالیو ته ځان ورسوي او پلان لري چې په راتلونکي کال کې ټولې هغه ولسوالۍ تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي کومې چې اوسمهال ترې بي برخي دي.

نوموړي زیاته کړه: «واقعا په دې ولسواليو کې دا ستونزه شته؛ ښه خبره دا ده چې موږ د هرې ولسوالي لپاره منظوري اخيستې او کوشش کوو چې د خلکو په همکاري يې فعاله کړو. دا داسې اسانه شی نه دی چې هلته يې يوسه او ويې دروه چې خپله کار شروع کړي، ډېر سخت مشکلات او مسايل لري.» 

پکتیکا د هېواد په سوېل ختیځ کې پر ډيورنډ فرضي کرښه پراخ ولایت دی، چې په ځينو برخو کې يې تر اوسه ان لومړني کارونه هم نه دي شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه