خوست کې بندیان: توکي راباندې په دوه برابره خرڅیږي

اطلاعات روز: له تېرې ورځې راهسې د خوست په مرکزي زندان کې لسګونه بندیانو له دې امله د نه خوړو اعتصاب کړی و، چې د زندان په داخل کې ورباندې د شخصي هټیو خاوندان خوراکي او نور توکي له بازار څخه څو چنده په لوړه بیه پلوري. 

زندانیان وايي، د خوست په ښار کې د یو کیلو بنډیو بیه ۵۰ افغانۍ ده، خو په زندان کې یې بیا ورباندې په ۱۰۰ افغانۍ خرڅوي، د چرګ یو کیلو خوښه په بازار کې ۲۸۰ افغانۍ قیمت لري، خو د خوست په همدې زندان کې بیا په بندیانو دا خوښه په ۴۵۰ افغانۍ پلوري، چې د دې په شان ځینې نور خوراکي او غیر خوراکي توکي په لوړه بیه ورباندې پلورل کیږي. 

د دوی په وینا، چې په دې اړه یې له مسوولینو سره څو ځله خپلې ستونزې هم شریکې کړې دي، خو په خبره یې چې له هټۍ والو سره د محبس د مسوولینو اړیکو له امله شته ستونزو ته لاهم پام ندی شوی. 

وقار چې له تېرو دوو کلونو راهسې په خوست محبس کې د بند شپې او ورځې تېروي وايي، ده او ملګرو یې په دې موخه د نه خوړو اعتصاب کړی و، چې د اقتصادي ستونزو له امله یې نور نشي کولی، چې په لوړه بیه خوراکي توکي راونیسي.

نوموړي وویل: «مونږ له تېرې ورځې راهیسې اعتصاب کړی  و، مونږ مجبور شو، چې په دې کار لاس پورې کړو، ځکه د لس افغانیو شی په مونږ په شل افغانۍ خرڅول کیږي، مونږ د دې ظلم نور هیڅ زغم نلرو، دا غوښتنه کوو، چې په خوست کې دې د بندیانو ستونزو ته پر وخت رسېده ګي وشي.»

په همدې زندان کې یو بل بندي سردار خان تڼی بیا وايي، که یې ستونزو ته رسېدنه ونشي، دا ځل به خپلې خولې هم وګنډي. 

هغه زیاتوي، چې د خوراکي او نورو توکو د لوړو بیو ترڅنګ د دوی دوسیې هم پر خپل نه څېړل کیږي. 

تڼي وویل: «مونږ به خپل غږ تر هغو پورته شاتو چې ستونزې مو نه وي حل شوې او د نه خوړو دغه اعتصاب ته به همداسې دوام ورکوو، ځکه بار، بار مونږ د ستونزو غږ پورته کړی، خو چایې په اړه اقدام ندی کړی، توکي راباندې په لوړه بیه پلورل کیږي، دوسیې مو پر وخت نه څېړل کیږي او ځینې داسې نورې ستونزې…»

د خوست امنیه قومندان پاسوال داود امین چې په زندان کې یې د بندیانو شته ستونزو ته د حل لپاره ورغلی و، هټۍ والو ته خبرداری ورکړ، که په خپلو نرخونو کې ټیټوالی را نه ولي، نو په زندان کې به یې شته هټۍ ور وتړي. 

نوموړي د زندانیانو دا ستونزه چې پر وخت یې دوسیې نه څېړل کیږي، ډاډ ورکړ، چې د حل لپاره به یې جدي اقدام وکړي. 

پاسوال داود امین زیاته کړه: «د پلان مطابق چې بېګاه شپه مونږ د بندیانو له وضعیت خبر شو، چې ځینو زندانیانو دلته اعتصاب کړی و، اوس چې ما له دوی سره ولیدل، نو حقیقت دی، چې د هغوی ځینو ستونزو ته باید غوږ ونیول شي، نو زه دوی ته ډاډ ورکوم، چې شته مشکلاتو ته به یې رسیده ګي کوو.»

د خوست په محبس کې د هټیو خاوندان وايي، د زیاتې مالي له وجې دوی هم مجبوریږي، چې د توکو بیې لوړې کړي، هغوی غوښتنه کوي، که ورباندې مالیه کمه کړي، نو دوی به هم په خپلو بیو کې ټیټوالی راولي. 

په سویل ختیځ زون کې نه یوازې د خوست په زندان کې بندیان له ستونزو سرټکوي، بلکې د پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایت په محبسونو کې هم د دوسیو پر وخت نه څېړلو له امله زندانیان شکایت کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه