د استانبول ناسته له اختر وروسته ته وځنډېده

اطلاعات روز: د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وایي، چې له ملګرو ملتونو او قطر او امریکا هېوادونو سره له سلا مشورو وروسته، د افغان سولې په اړه د استانبول ناسته له روژې میاشتې او کوچني اختر وروسته ته وځنډېده.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر د ترک خبر (Habertürk) ټلوېزیوني شبکې سره خبرو کې ویلي، چې د دې ناستې د ځنډېدو پرېکړه، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو رسمي اعلان له امله شوې ده.

د اناتولي خبري اژانس د اوغلو له دې مرکې په قول راپور کړی دی: «له افغانستانه د  امریکایي ځواکونو وتلو له پرېکړې وروسته، لازمه نه ده چې بېړه وکړو. د پلاوو جوړښټ او چمتوالي پړاوونو له نظره د کنفرانس ترسره کېدو شاته غورځېدنه به ګټوره وي.»

له بلې خوا، نوموړي د استانبول ناستې په ګډون د افغان سولې په اړه په نورو ناستو کې د طالبانو نه ګډون اعلان ته په اشارې ویلي، چې له طالبانو پرته د دې ناستې ترسره کول کومه مانا نه لري.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، دا چې تراوسه پلاوي جوړ شوي نه دي او د استانبول ناسته ک د ګډون په اړه روڼتیا نشته، پرېکړه شوې چې د هغې ترسره کولو پورې وځنډېږي.

دغه راز د هغه په وینا، د استانبول ناسته کې ټاکل شوې چې ۲۱ هېوادونه او درې نړیوال سازمانونه دغه راز د افغانستان دولت او د طالبانو ډلې خواوې ګډون وکړي. دغه ناسته به د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرانیزي.

ټاکل شوې وه چې د استانبول ناسته د اپرېل په ۲۴مه جوړه او د مې تر څلورمې دوام وکړي. له دې وړاندې د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې دا ناسته د د ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو په ګډ کوربه توب او په لوړه او هر اړخیزه کچه، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې په استازولۍ ترسره کیږي.

د دې ناستې اصلي موخه د افغان سولې لړۍ چټکتیا، دوحه کې د بین الافغاني خبرو اترو بشپړېدل او یو عادلانه او تلپاتې سیاسي هوکړې ته لاسرسی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه