اطلاعات روز: د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومانو خپل ژوند بایللی او یو بل ټپي شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پرون (سې شنبه، ۳۰ د وري) له غرمې وروسته د خوږیاڼو ولسوالۍ د «بر بهار» په سیمه کې پر ماشومانو د هاوان یوې پخوانۍ مرمۍ چاودنه کړې چې له امله یې د ۱۳ او ۹ کلونو په عمر دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
خوږیاڼی زیاتوي: «د خوږیانو ولسوالۍ بربهار سیمه کې د کوچیانو په ماشومانو یوې پخوانۍ د هاوان مرمۍ چاودنه کړې چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.»
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له دې وړاندې هم ورته پښې رامنځته شوې دي، چې قربانیان یې عام وګړي دي.
