پکتیکا کې سرحدي پولیسو له پاکستانه را اووښتونکې ۱۵۸ بورۍ کیمیاوي سره نیولې

اطلاعات روز: په سویل ختیځ زون کې د سرحدي پولیسو له لوري په تېرو لسو ورځو کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د پکتیکا ولایت په لرې پرتې تروې ولسوالي کې د امونیم نایترایت یا کیمیاوي سرې لسګونه بورۍ نیولې دي.  

په دې زون کې د سرحدي لېوا قومندان ګوجر خان امان چې تروې ولسوالي ته په هوايي سفر تللی و، هلته یې له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې نیول شوي کیمیاوي مواد له ګاونډي هیواد پاکستان څخه را انتقال شوي او غوښتل یې د تروې ولسوالي له لارې یې د پکتیکا ولایت نورو سیمو او ولسوالیو ته انتقال کړي.

ګوجر امان وویل: «مونږ په تېرو لسو ورځو کې د کشفي راپورونو پر اساس لوی دفعه ۵۲ بورۍ او دوهمه دفعه مو بیا ۱۰۲ بورۍ امونیم نایترایت چې کیمیاوي سره هم ورته وايي، دا زمونږ د دویم سرحدي ټولي د زړورو سرتېرو له لوري ونیول شول، دغه مواد چې په پاکستان کې جوړ شوي و، له هماغه ځایه را انتقال شوي هم دي او دلته یې د خپلو مغرضو اهدافو په موخه نورو سیمو ته لېږدول.»

تروې د پکتیکا ولایت هغه ولسوالي ده، چې لویې لارې یې د افغان ځواکونو د تګ – راتګ په مخ د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوې دي او هلته میشتو ځواکونو ته هم د هوا له لارې اکمالات کیږي، خو د ګوجر خان امان په خبره چې په تېر یوه کال کې په دې ولسوالي کې د وسله والو طالبانو ټول هغه پلانونه د افغان ځواکونو له لوري شنډ کړای شوي، چې غوښتل یې تروې تر خپل واک لاندې راولي.

امان زیاتوي: «دا سمه ده، چې لاره کې به یې ستونزې وي، خو تروې ولسوالي ډېره با امنه ده او زمونږ سرتیري شپه او ورځ لګیا دي او د دې سیمې خلکو د امنیت ساتنې او دوی ته د ارامه ژوند په خاطر په دې سختو شرایطو کې دنده ترسره کوي، مونږ د مخالفینو ګڼ هغه پلانونه له منځه وړي، چې غوښتل یې دې ولسوالي ته زیان واړوي.»

ګوجر خان هغه ادعاوې رد کړې، چې ځینو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستاني پوځیانو د رامخته کېدو  خبرونه یې خپاره کړي و.

ښاغلي امان وویل: «پاکستان له خپلې ساحې یو ولېشت هم ندی را وښتی او نه مونږ ورته اجازه ورکوو، هغه ادعا چې شوې، دا ناسمه ده او زه خپل ولس ته ډاډ ورکوي، چې هیڅکله به چاته اجازه ورنکړو، چې زمونږ خاوره لاندې کړي او یا دلته شوم اهداف سرته ورسوي.»

په تروې ولسوالي کې د دویم ټولي او د نورو امنیتي ارګانونو سرتیري وايي، چې دوی د خپلې خاورې څخه د دفاع په موخه د پکتیکا همدې لرې او فرضي کرښې ته په نږدې پرته ولسوالي کې دنده ترسره کوي.

د دویم سرحدي ټولي سرتېری مراد خان وايي، د سیمې اوسېدونکي له افغان ځواکونو سره پوره همکار دي، نو ځکه یې په ډېرو سختو شرایطو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې مقاومت کړی او د هغوی لوی برېدونه یې په شا تنبولي دي.

مراد خان اطلاعات روز ته داسې وویل: «مونږ دلته په دېرې مېړانې سره خپلې دندې ترسره کوو، د تروې ولسوالي اوسېدونکي د دولت همار دي، نو ځکه دوښمن ته چانس نه برابریږي، چې خپل مغرضانه فعالیتونه ترسره کړي، مونږ هم په پوره اخلاص د دې ولس د دفاع لپاره ملاتړلې ده او د مخالفینو لوی بریدونه مو شنډ کړي دي.»

په همدې حال کې د یاد ټولي یو بل سرتېری بسم الله سرباز فرضي کرښې ته په پرتو نظامي ټولیو کې د تشکیل کموالی لویه ستونزه بولي او وايي، د دوی په پرتله د پاکستاني پوځیانو پوستې په فرضي کرښه باندې څو برابره ډېرې دي.

نوموړی له مرکزي ادارې غوښتنه کوي، چې په پکتیکا ولایت کې سرحدي پولیسو ته درنې وسلې او تشکیل زیات کړي.

بسم الله سرباز د خبرو پر مهال وویل: «مونږ دلته په تروې او وازېخوا کې نوره کومه ستونزه نلرو، خو یواځنی مشکل زمونږ د تشکیل کموالی دی، خو که مونږ ته مرکزي حکومت تشکیل زیات کړي او ځینې درنې وسلې هم راکړي، نو نه بیا طالب د برید جرئت کولی شي او نه هم پاکستاني پوځ، غوښتنه مو دا ده، چې دغه ستونزې مو هوارې کړي.»

که څه هم د پکتیکا ولایت په تروې ولسوالي کې امنیتي وضعیت نسبتا ښه دی، خو په لویو لارو کې د امنیتي ستونزو له امله دولتي کسان نشي کولی، چې په  همدې لارو مرکز ښرنې ته تګ – راتګ وکړي.

دوی ته خوراکي توکي او نور اکمالات د هوا له لارې ترسره کیږي، د لارو تړل کېدو له امله نه یوازې داچې دولتي کسان په ستونزه کې دي، بلکې ولسي خلک هم نشي کولی، چې خپل ناروغان د لارې خرابېدو له امله مرکز ښرنې ته پر وخت ورسوي، چې ډېر کله په لاره کې ساه ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه