ننګرهار کې د یوې کورنۍ اتو غړو وژنه؛ «نه پوهېږو چې برید چا او څه لپاره وکړ»

خبریال: جان اغا صالح

د ننګرهار جلال اباد ښار په یو جومات کې تیره شپه د تراوېحو لمانځه پر مهال د یوې کورنۍ ۸ غړو وژنه چارواکو شخصي دښمني یاده کړه، خو د کورنۍ غړي یې وایي، هېڅ دښمني نه لري او لا هم نه پوهیږي چې دا کار چا او ولې کړی.

د ننګرهار ولایتي چارواکي واکي، دا پېښه تېر ماخوستن ۹ بجې د تراویح لمانځه پرمهال رامنځته شوې ده.

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل نن (یک شنبه، ۲۹ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د لومړنیو مالوماتو له مخې، پېښه د جلال اباد ښار د ۹مې ناحیې اړوند د نغلو په سراچه علي خان سیمه کې د شخصي ځمکې پر سر د جنجال له امله رامنځ ته شوې ده.

د ښاغلي امرخیل په خبره د پېښې په قربانیانو کې د حاجي عبدالوهاب په نوم د یو تن پنځه زامن او درې ورېرونه شامل دي.

امرخیل زیاتوي: «متاسفانه تیره شپه د جلال اباد ښتر د سراچه نغلو سیمه کې د تراویح لمانځه پرمهال د یوې کورنۍ ۸ غړي په ډزو وژل شوي دي دا پېښه د شخصي دښمنۍ له رامنځته شوې. »

په همدې حال کې د یادې سیمې اوسیدونکی او د قربانې شوې کورنۍ غړي اسدالله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره شپه د ماسختن د لمانځه پرمهال ناپيژنده وسله والو د دوی پر مسجد برید وکړ او دده ۵ وروڼه او درې ورېرونه یې ووژل او د کورنۍ دوه غړي یې ورته ټپیان کړل.

د مسجد ملا امام وایي، جومات کې ټول ۱۱ تنه ول او په وتر واجبو کې ول، چې برید پرې وشو.

نوموړي وایې، وروڼه یې له ده کشران، په عمر ځوانان او ټول موټر چلوونکي وو، چې له ۳۵ تر ۴۵ کالو عمرونه یې درلودل او ودونه یې کړي وو.

هغه زیاتوي، هره روژه د تراویحو پرمهال د قران کریم ختم کوي او د همدې لپاره یې له کور سره نېږدې خپل شخصي مسجد جوړ کړی، کوم چې لمونځ کوونکي یې نن د خاورو لاندې شول.

اسدالله په دریدلي غږ وویل، کورنۍ یې له هیچا سره شخصي دښمني نه درلوده او نه پوهیږي، چې دغه برید د چا له لوري او د کوم هدف لپاره وشو.

اسدالله زیاته کړه: «شهیدان مو ۵ وروڼه او درې ورېرونه دي، مونږ نه له چاسره بدي لرو او نه چا سره مشکل لرو، ټول د لاین ډرېوران او کاروباري هلکان وو، سهار به کار ته تلل او ماښام به راتلل، چا سره مشکل نه لرو او پر چا ادعا هم نه لرو، خدای ته مو سپارلي دي، ۷ وروڼه یوو، ۲ پاتې شو.»

د دې کورنۍ دا اته غړي نن خاورو ته وسپارل شول.

قاري شاه سعید بیا د هغه مسجد ملا امام دی چې تېره شپه پرې وسله والو برید وکړ.

هغه وایي، په وژل شویو مقتدیانو کې یو تن شاګرد هم و، کوم چې له روژې وروسته یې ورته دستار تړل په پام کې وو.

د قاري شاه سعید په وینا، د ماسختن د لمانځه په وروستي رکعت کې وو، چې ناڅاپه ډزې شوې او کوم وخت چې په ځان راپوه شول نو شاته یې ۸ هغه مقتدیان په وینو لمبیدلي پراته وو.

قاري شاه سعید زیاتوي: «اته بجې وې چې مونږ تراویحو ته ودرېدو، تقریبا شل رکعاته تراوېح مو پوره کړې، د وتر واجب لومړي دوه رکعاته مو وکړل، درېم رکعت کې سورت په ختمېدو و چې ناڅاپه راباندې ضربه وشوه، ضربه چې وشوه نورو مونږ پرځان پوه شوي نه یوو، یو وخت چې راپوه شو، شهیدان پراته وو، دوه ټپیان وو، او دوه له دې ظلم څخه الله تعالی ژغورلي وو.»

د نوموړي په خبره، د برید پرمهال له ده سره ټولټال ۱۱ کسان په مسجد کې وو چې دا ټول د یوې کورنۍ غړي وو.

که څه هم تېره شپه له برید وروسته د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وویلې، چې دغه پېښه د ځمکې پرسر د رامنځته شوې ستونزې له کبله پېښه شوې خو د قربانیانو کورنۍ او خپلوان وایي، دوی له هېڅ چا سره د ځمکې او یا نورو برخو کې ستونزه نه لرله او د کورنۍ غړي یې بې ګناه ووژل شول.

د دې کورڼۍ غړي وايي، هېچا سره یې اړیکه دښمني نه لرله.

د وژل شویو او ټپیانو د کورنۍ غړي له حکومت د پېښې په اړه د جدي پلټنې او د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي.

ولایتي چارواکي هم ډاډ ورکوي، چې دوی په دې اړه جدي پلټنې کوي او د عاملینو د نیولو او پېژندلو هڅې یې ګړندۍ کړي دي.

 خو د سیمې خلک وایي، که د پېښې اصلي عاملین ونه نیول شي او د قانون منګولو ته ونه سپارل شي نو په خبره یې، دغه لړۍ به نورو سیمو ته هم وغځېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه