سوړ ژمی، کډوال او د بې روزګارۍ اوج

اطلاعات روز: په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سختې واورې او بارانونه وورېدل، چې له امله په ښاري سیمو کې کاري فرصتونه هم کم شوي او بې روزګاري اوج ته رسېدلې ده.

محمد شېر چې شاوخوا دوه میاشتې کېږي د تورخم له لارې له پاکستان راستون شوی، وایي ورځ تر بلې هوا په سړېدو ده او د ده په ټکو، وزګارتيا هم ترې لار ورکه کړې ده.

هغه خشت کار دی او د هوا په سړېدو سره روانه اوونۍ یوازې دوه ورځې په دې توانېدلی چې کار وکړي، خو د دوو ورځو مزدوري د هغه د کورنۍ اړتیاوې نه‌شي پوره کولی، ځکه په خبره یې چې توکې ګران او هره ورځ ورته کار نه پیدا کېږي.

هغه وویل: «دلته په کرایي کور کې اوسېږم تراوسه مې کرایه نه ده ورکړې، ځکه دومره کار هم نه کېږي چې خپلې کورنۍ ته پرې نفقه برابره کړم، ګراني ده او کار نه پېدا کېږي.»

د یوه بل راستون شوي کډوال رحیم الله په وینا، سړه هوا او د ودانیزو او خدمتونو چارو په کمېدو سره دوی ته ورځنۍ مزدوري کمه شوې او ان د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې هم نه ‌شي برابرولی.

رحیم الله زیاتوي: «له کله چې دلته افغانستان ته راستون شوی یم، له اقتصادي ستونزو سره مخ یو هلته پاکستان کې که هر څه وو، خو کار په کې پیدا کېده او لکه دلته چې څومره له فقر سره مخ یو هلته دا ستونزه نه وه، خو بیا هم غوښتنه کوو چې د کار زمینه برابره او له کډوالو سره مرستې وشي.»

په ورته مهال د اقتصادي چارو کارپوه شمس الحق سلطاني د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي، چې د بهرنیو مرستو او داخلي عوایدو سره سره تر اوسه نه دي توانیدلي په هېواد کې بنسټیزې پروژې پلي او د بې روزګارۍ مخنیوی وکړي.

سلطاني وویل: «ټول دولتي بستونه طالبانو او د هغوی پلویانو نیولي، پر ځای د دې چې هیڅ یو یې مسلکي نه دي، نو ځکه خو بې روزګاري زیاته شوې طالبان هره ورځ د کانونو، ترانسپورټ، ګمرکونو او نورو عایداتي ادارو څخه په میلیونونو افغانۍ ترلاسه کوي، خو هیڅ بنسټیز کار پرې نه کوي که د بې روزګارۍ وضعیت او د کډوالو راستنېدل همداسې دوام وکړي فقر به لاپسې زیات شي.»

بلخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، هڅې یې پیل کړي چې په دغه ولایت کې د بې روزګارۍ د مخنیوي لپاره سلګونه ځوانان د کان کېندونکو شرکتونو سره په کار وګماري.

د يادونې وړ ده، چې په دې رورستیو درېیو میاشتو کې له پاکستان څخه د کډوالو ایستل چټک شوي او هره ورځ په سلګونه کورنۍ هېواد ته راستنېږي، خو د بيو لوړېدل، بې روزګاري، د سرپناه نشتون، د بهرنیو مرستو کمېدل او د طالبانو نه پاملرنه هغه ننګونې دي چې په هېواد کې یې بې روزګاري زیاته کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه