جمعیت ګوند: د طالبانو د محکمو جزايي اصول‌نامه د دې ډلې له لوري د تبعیض د بنسټیز کولو جدي هڅې په ګوته کوي

اطلاعات روز: د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د «طالبانو د محکمو د جزايي اصول‌نامې» د تصویب په غبرګون کې وایي، چې دا اصول‌نامه «په افغانستان کې د سیستماتیک تبعیض او استبداد د بنسټیز کولو لپاره د طالبانو د دوه برابره هڅو څرګندونه کوي».

دې حزب تېره شپه (شنبه، ۴ د سلواغې) په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا اصول‌نامه «په حقیقت کې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د لا زیات تبعیض او ظلم د پراختیا اصول‌نامه ده».

د جمعیت ګوند په اعلامیه کې راغلي: «د دې اصول‌نامې له مخې، واکمنان د خپلو کړنو له امله مسوول نه دي، او قضايي سیسټم د ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او طبقاتي حالت پر بنسټ تنظیم شوی، او یوازې عام خلک د سزا وړ ګڼل کېږي.»

دې حزب زیاته کړې، چې طالبانو په خپله نوې اصول‌نامه کې هم د تل په څیر له دین او اسلامي شریعت سره اړیکه ورکړې او هڅه یې کړې چې د دین تر نامه لاندې یې توجیه کړي؛ حال دا چې اسلامي شریعت، «چې د عدالت، انساني کرامت او د مومنانو تر منځ د خپلو کړنو په اړه د محکمې پر وړاندې د برابرې ځواب‌ویینې پر ټینګار ډک دی، له داسې طریقې څخه په څرګند ډول بیزاري څرګندوي».

د افغانستان د جمعیت ګوند د طالبانو د محکمو جزايي اصول‌نامه «ښکاره انحراف» بللی او دا یې د «طالبانو له لوري د شریعت او فقه د بدنامولو هڅه» ګڼلې ده، او له علماوو یې غوښتي چې «د یادې ډلې د دې انحرافي اصول‌نامې پر وړاندې د اسلامي شریعت او فقیې روښانه دریځ د خلکو او مسلمانانو لپاره بیان کړي، تر څو د افغانستان د دیندارو خلکو د دین او فرهنګ د لا ډېر زیانمنېدو مخه ونیول شي».

د جمعیت ګوند د اعلامیې له مخې، «هغه څه چې نن په افغانستان کې د طالبانو د نامشروع او غاصبانه واکمنۍ تر سیوري لاندې عملي کېږي، اسلامي حکم نه دی، بلکې د دین تر پوښښ لاندې استبداد او له دین څخه انحرافي، انتخابي او سلطه‌ګرایانه ګټه‌اخیستنه ده، چې له شریعت او فقهې سره په ټکر کې دي او د اسلامي حقوقي نظام بنسټیز اصول تر پښو لاندې کوي».

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه