کابل کې چاودنه؛ امنیت شورا: ترهګري د افغانستان او نړۍ لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په کابل کې پر یوه چینایي رستورانت د برید په غبرګون کې ویلي، چې ترهګري په خپلو ټولو بڼو کې د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت پر وړاندې له تر ټولو جدي ګواښونو څخه ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو دا برید په کلکه غندلی او د افغانستان او چین د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

دغه شورا ټینګار کړی، چې د دې ترهګریزو کړنو تنظیموونکي، مالي تمویل کوونکي او ملاتړ کوونکي باید ځواب‌ ورکولو او عدالت ته وسپارل شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو له هېوادونو غوښتي، چې د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه‌لیکونو له مخې د خپلو ژمنو سره سم، په دې برخه کې له ټولو اړوندو چارواکو سره په فعاله توګه همکاري وکړي.

د دوشنبې له غرمې وروسته د کابل د شهرنو په «ګل‌فروشي» کوڅه کې په یوه رستورانت کې چاودنه وشوه.

طالبانو اعلان کړی، چې دا چاودنه په هغه رستورانت کې شوې، چې د افغانستان او چین د وګړو له‌خوا په ګډه اداره کېده.

په کابل کې د طالبانو پولیسو ویلي، چې په دې چاودنه کې شپږ افغانان او یو چینایي وګړی وژل شوي دي. دغه راز په دې چاودنه کې دیارلس نور کسان ټپیان شوي، چې چینایي اتباع هم پکې شامل دي.

داعش په یوه اعلامیه کې د چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې ځانمرګي بریدګر د چینایي اتباعو د راټولېدو وروسته خپل چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه