په هند کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارل؛ «مقاومت شورا»: دا د افغانستان له عیني واقعیتونو سره په ټکر کې دی

اطلاعات روز: «د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» وايي، چې په هند کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارل «یو بیړنی اقدام دی او د افغانستان له عیني واقعیتونو سره په ټکر کې دی».

دې شورا تېره شپه (شنبه، ۲۷ د مرغومي) په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي: «د طالبانو له ډلې سره تعامل او د اړیکو عادي کول په داسې حال کې چې دا ډله د ترهګریز لید لوري سره یوه افراطي ډله ده، د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي او همدارنګه د افغانستان له خلکو سره د هند ژورې او اوږدمهاله اړیکې په پام کې نیولو سره له تمې او انتظاره لېرې کار دی.»

دې شورا زیاته کړې: «د طالبانو ډلې سره تعامل او د هغوی په رسمیت پېژندنه به په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه منفي او نه جبرانېدونکي امنیتي او ټولنیز پایلې ولري او د نړیوالې ټولنې هغه هڅې به زیانمنې کړي چې د دوامدارې سولې او د نړیوالو اصولو او قواعدو پر بنسټ د نظم د رامنځته کېدو لپاره کېږي.»

ملي مقاومت شورا ویلي: «موږ تمه لرو چې د هند حکومت، چې د افغانانو اوږدمهاله ملګری دی، د تاریخي او کلتوري اړیکو او مشترکاتو او د هیواد د عیني واقعیتونو په پام کې نیولو سره د افغانستان له خلکو او د هغوی له اصلي استازو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.»

دې شورا همدارنګه له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د افغانستان د ناوړه وضعیت پر وړاندې مسوولانه عمل وکړي او د نړیوالو حقوقو پر بنسټ او د افغانانو د ارادې په پام کې نیولو سره محتاط چلند غوره کړي.

هند د تیر کال په اکټوبر کې دغه هیواد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له سفر وروسته د افغانستان سفارت دې ډلې ته وسپاره.

طالبانو په دې وروستیو کې د خپل بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی چارواکی نور احمد نور د دې سفارت د سرپرست په توګه ډیلي ته لیږلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه