د وینزویلا سترې محکمې د مادورو مرستیاله د لنډمهاله ولسمشرې په توګه وټاکله

اطلاعات روز: وروسته له هغه چې د امریکا له لوري د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ونیول شو، د وینزویلا سترې محکمې مرستیالې ولسمشرې دلسي رودریګز ته امر کړی چې د لنډمهاله ولسمشرې په توګه دندې او واکونه په غاړه واخلي.

د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، دا حکم د شنبې په شپه د ځايي وخت له مخې اعلان او ویل شوي چې مادورو «په موقتي او عملي ډول د خپلو دندو د ترسره کولو توان نه لري».

د دې حکم پر بنسټ چې قاضي تانیا داملیو له لوري صادر شوی، رودریګز «د لنډمهاله ولسمشرې په توګه به د وینزویلا د بولیواري جمهوریت د ولسمشرۍ د مقام ټول صلاحیتونه، دندې او ذاتي واکونه پر غاړه واخلي او عملي به یې کړي، څو اداري تداوم او د ملت هر اړخیزه دفاع تضمین شي».

د وینزویلا اساسي قانون وايي، چې د ولسمشر د لنډمهاله یا مطلق غیر حاضرۍ په صورت کې، هغه څوک چې مرستیال ولسمشر دی باید د هغه ځای ونیسي.

خو، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ وویل، چې متحده ایالات به لږترلږه په لنډمهاله توګه وینزویلا اداره کړي او د تیلو پراخه زیرمې به نورو هیوادونو ته د پلورلو لپاره وکاروي.

امریکا د شنبې په سهار په وینزویلا پوځي برید پیل کړ او د دې هیواد ولسمشر او د هغه میرمن یې ونیول او امریکا ته یې ولیږدول.

نیکولاس مادورو اوس په نیویارک کې بند خونې ته لیږدول شوی دی. ټرمپ ویلي، چې هغه به له عدالت سره مخ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه