ټرمپ: مادورو او مېرمن یې نیویارک ته پر لاره دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د وینزویلا ولسمشر نیکلاس مادورو او مېرمن یې نیویارک ته را روان کړل شوي دي.

ده نن (شنبه، ۱۳ د مرغومي) د امریکا پر وخت په یوه ټلیفوني اړیکه کې فاکس نیوز ته وویل چې دوی په یوه جنګي «یو ایس ایس ایو جیما» نومې بېړۍ کې د نیویارک لور ته را روان دي.

ډونالډ ټرمپ په دې مرکه کې د نیکلاس مادورو د نیونې عملیات «حیرانوونکي» بللي او ویلي یې دې چې په ژوندۍ بڼه یې کتل.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې ټاکل شوې وه دا عملیات څو ورځې وړاندې شوي وای، خو هوا مناسبه نه وه.

ډونالډ ټرمپ همدا راز ویلي چې یوه اونۍ وړاندې یې له مادورو سره خبرې کړې وې او ورته ویلي یې و چې باید تسلیم شي او له مقاومته لاس واخلي.

تر دې وړاندې د امریکا لوی څارنوال این پیم بانډي هم ویلي چې مادورو او مېرمن به یې په نیویارک کې په جرمي قضیه کې محاکمه کېږي.

ده ویلي چې مادورو له ګڼو تورونو سره مخ دی لکه «د نشیي توکو د ترهګرۍ په برخه کې توطیه، د کوکایینو واردات، د اتومات وسلو او چاودېدونکو توکو ساتنه او په دې [توطیه هم تورن دی چې] دا وسلې یې د امریکا خلاف کارول غوښتل.»

په عین مهال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینزویلا د ولسمشر نیکلاس مادورو هغه انځور هم خپور کړی چې په کښتۍ کې له امریکایي سرتېرو سره د بند په حالت کې ښکاري.

ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ سوشیل ټروت ویلي چې په دې انځور کې ښاغلی مادورو په «یو ایس ایس ایوو جیما» نومې جنګي بېړۍ کې ښکاري.

امریکا نن سهار د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس ښار کې یو شمېر اهداف په نښه کړل.

وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د دې بریدونو په لړ کې یې د وینزویلا ولسمشر نیکلاس مادورو او د هغه مېرمن نیولي او له هیواده یې بهر لېږدولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه