ننګرهار کې درمل پلورونکو کاربندیز کړی

اطلاعات روز: د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې درمل پلورونکو او د درملیزو خدمتونو شرکتونو د حکومت نوې پرېکړې پر وړاندې کاربندیز پیل کړی.

جلال اباد ښار کې د درمل پلورونکو خدمتونو شرکتونو او درملتونونو له دې کبله نن (پنجشنبه، ۲۶ د وري) کاربنديز کړی چې ګواکې حکومت غواړي د درمليزو خدمتونو سکټور يوازې څو محدودو شرکتونو او درملتونونو ته په واک کې ورکړي او د دوی کاروبار په ټپه ودروي.

په ختيځ زون کې د درمل پلورونکو د اتحاديې مشر ډاکټر نجيب الله صاحبزاده په همدې تړاو يوه جوړه شوې اعتراضيه ناسته کې وويل، حکومت غواړي د درملو کاروبار پنځو شرکتونو ته انحصار کړي او د يادو شرکتونو په مټ څو درملتونونه رامنځته او شته شرکتونه او درملتونونه ختم کړي.

د نوموړي په خبره په دغه برخه کې خصوصي سکټور د هيواد په کچه په ميليونونو ډالر پانګونه کړې او شاوخوا ۴۰۰ زره کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

صاحبزاده اندیښنه لري او وایې، نه یوازې د خصوصي سکټور په له منځه وړلو سره به زرګونه کسان بې رزوګاره شي بلکې د حکومت له لوري یاده کړنه د کار قانون خلاف عمل دی.

ښاغلي صاحبزاده زیاته کړه: «افغان حکومت د دوا په شرکتونو تور پورې کوي چې دوی قاچاق کوي او دوا مو بې کيفيته ده، حال دا چې خپله د رياست جمهوري له لوري او د امريکا د جان هپ پوهنتون د سروې له مخې چې ۹۲ فيصده ريزرټ چې دی د ګاونډيو په پرتله د افغانستان د دوا کيفيت ښه دی او بل خپله حکومت د قاچاق مخه ولې نه نيسي.»

محمدحنيف سهاک چې د جلال اباد په ښار کې درملتون لري وايي، ځينې مافيايي کړۍ غواړي چې دغه سکټور له منځه يوسي او د انحصار په رامنځته کولو څو محدودو اشخاصو ته د ګټې وټې زمينه برابره کړي.

سهاک زیاتوي: «دلته خلکو سرمايه ګذاري کړې، پيسې مو بندې کړي، خلکو ته د کار زمينه برابره ده، موږ به څه کوو، دا پيسې به څنګه کېږي خلکو ته به د کار زمينه څنګه شي.»

د جلال اباد ښار اوسېدونکی سیداګل که څه هم د درمل پلورونکو کاري اعتصاب د دوی قانوني او مدني حق ګڼي خو وايي، دوی بايد د عامو خلکو ستونزې هم په نظر کې ولري.

نوموړي زیاته کړه: «په دې وروستیوکې د درملو د تولید ځینو محترمو سوداګرو اندیښنه ښودلې او په مجازی نړۍ کې داسې ګنګوسې دی چی ګویا د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره غواړي چې د درملو سکتور پنځه کمپنیو ته په انحصاری ډول ورکړي. په دې باره کې د افغانستان د خوړو او درملو  ملي ادارې کومه پریکړه نه ده کړې، د درملو د برخې محترم سوداګر او کارکوونکي دې خبر وي.»

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی بیا اطلاعات رزو ورځپاڼې ته وویل، چې دا ستونزه له مرکز سره شريکه شوې او هغوی ډاډ ورکړی چې دا ډول کومه پرېکړه نه ده شوې.

خوږیاڼی زیاتوي: «مونږ دا ستونزه له مرکز سره شریکه کړې او تمه لرو چې پایله به یې ښه وي ځکه مرکز ډاډ راکړي چې دا ډول چې درمل پلورونکي یادوي داسې کومه پرېکړه یې نه ده کړې.»

د درمل پلورونکو اتحاديې يو پريکړه ليک هم خپور کړی او په کې ویل شوي خپلو اعتراضونو ته به ترهغې دوام ورکړي چې تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوي.

تر دې وړاندې هم د ننګرهار د درمليزو شرکتونو او درمل پلورونکو د خپلو ستونزو د حل لپاره ورته کار بنديزونه کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه