وحید عمر: جو بایډن به ژر د خپلو ځواکونو وتلو طرحه ولسمشر غني سره شریکه کړي

اطلاعات روز: د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او ستراتیژیکو اړیکو ادارې مشر وحید عمر وایي، چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ژر له ولسمشر اشرف غني سره خبرې او له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتلو طرحه شریکه کړي.

ښاغلي عمر پر ټوېټر لیکلي، چې د افغانستان حکومت او د امریکا متحده ایالاتو تېر کې په تکراري ډول له افغانستانه د ځواکونو پر وتلو خبرې کړې دي. هغه ټینګار کوي چې افغان حکومت د امریکا له خوا د دوی ځواکونو وتلو په اړه هرې پرېکړې ته، درناوی کوي.

د عمر په وینا، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له تېرو دوو لسیزو راهیسې په لوړ مورال له خلکو ساتنه کوي او دمګړۍ ۹۸ سلنه عملیاتونه په خپلواک ډول د دې ځواکونو له خوا کیږي.

https://twitter.com/Waheed_Omer/status/1382023997781590020?s=20

د ولسمشر سلاکار په دوام کې لیکلي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به راتلونکې کې هم د خپلواکه عملیاتو بشپړ ترسره کولو وړتیا ولري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ واشنګټن پسټ امریکایي ورځپاڼې د جو بایډن له برنامو خبرو سرچینو له قوله راپور کې ویلي و، ښاغلی بایډن هوډ لري چې له افغانستانه د سپټمبر تر ۱۱مې ټول امریکایي ځواکونه وباسي.

د دې ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د امریکایي ځواکونو بشپړ وتل د ۲۰۰۱ د سپټمبر ۱۱مې پېښې شلم تلین کې ترسره کیږي. د دې راپور له مخې، ښاغلي بایډن له افغانستان د ځواکونو وتلو برنامه نن رسنیزه کوي.

دمګړۍ افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي ځواکونه شتون لري. د دې نظامیانو ماموریت ښوونه، مشوره ورکول او ځینې وختونه له افغان ځواکونو ملاتړ دی.

د دوحې تړون پر بنسټ چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په لسمه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو، امریکایي ځواکونه باید د مې میاشتې تر لومړیو له افغانستانه ووځي.

له دې وړاندې طالبانو خبرداری ورکړی و، که امریکایي ځواکونه په ټاکلې موده کې افغانستان پرېنږدي، د دې ډلې له خوا دا د دوحې تړون څخه سرغړونه ده او دوی به پرې خپل بریدونه بېرته له سره پیل کړي.

دې ډلې تازه تازه بیا ویلي، تر هغې چې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه و نه وځي، دوی به په هېڅ ناسته کې چې د افغانستان په اړه پرېکړه په کې کیږي، ګډون و نه کړي. د طالبانو نغوته د استانبول ناستې ته ده، چې ټاکل شوې د اپرېل په ۲۴مه ترسره شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه