د ملګرو ملتونو د عمومي منشي راپور: د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو کې ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د نوي راپور له مخې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د یوې اونۍ نښتو پر مهال لږ تر لږه ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۵۳ نور ټپیان شوي دي.

په دغه راپور کې چې پرون (چهارشنبه، ۱۹ د لیندۍ) خپور شوی، ویل شوي چې د ملکي وګړو ډیر تلفات په سپین بولدک او کابل کې د هوايي بریدونو او د کرښې په اوږدو کې د ډزو د تبادلې له امله رامنځته شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د طالبانو استخباراتو یوناما ته خبر ورکړی چې د اکتوبر د ۱۵مې بریدونو «د ګڼو ملکي کسانو مرګ‌ژوبله» رامنځته کړې او دا کار د پاکستان له هغه پخوانۍ هوکړې سرغړونه ده چې نور بریدونه به نه ترسره کوي.

د اکټوبر په نیمایي کې، پاکستاني پوځ په کابل، پکتیکا او خوست ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل.

دغه برید د طالبانو او پاکستان ترمنځ د یوې اونۍ اوږدې شخړې لامل شول. که څه هم دواړو خواوو اوربند او د قطر او ترکیې په منځګړیتوب خبرې اترې پیل کړې، خو دغو خبرو اترو کومه پایله نه ده ورکړې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی لا هم پر ځای دی. طالبانو په دې وروستیو کې پر پاکستان تور لګولی چې پر افغانستان یې برید کړی او دواړه خواوو سپین بولدک کې جګړه کړې.

د لیندۍ په لومړیو کې طالبانو وویل، چې په خوست کې د پاکستان هوايي برید یو ملکي کور په نښه کړی و، چې نهه ماشومان او یوه ښځه یې ووژل.

تیره اونۍ د چمن – سپین بولدک ترمنځ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه. طالبانو تایید کړه چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه