یوناما: پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه د افغانستان راتلونکی کمزوری کوي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې ښځې او نجونې د روغتیا، کار او په عامه ژوند کې د ګډون په برخو کې لا هم له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

یوناما نن (چهارشنبه، ۱۹ د لیندۍ) په یوې اعلامیه ویلي، چې دا محدودیتونه د ښځو او نجونو اساسي حقونه او د افغانستان راتلونکی کمزوری کوي.

یوناما د طالبانو له‌خوا روغتیایي خدماتو ته د ښځو محدود لاسرسي ته په اشارې ویلي، چې د روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرسی کورنۍ زیانمنوي او ټولنې کمزورې کوي.

یوناما ټینګار کړی، چې طالبان باید د بشري حقونو اړوند له نړیوالو مکلفیتونو سره ځان نږدې کړي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي ویلي، چې دا نه یوازې د نړیوالو معیارونو سره همغږي ده، بلکې د هېواد او خلکو لپاره د سولې، ثبات او پرمختګ عملي لار هم ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي مشرې جورجېټ ګانیون: «بشري حقونه اختیاري ندي. دا حقوق د ژوند د دوام لپاره ورځنۍ اړتیا ده.»

هغې زیاته کړې: «په افغانستان کې دا ډاډ ترلاسه کول چې ښځې او نجونې کولای شي زده کړه وکړي، کار وکړي او په بشپړ ډول برخه واخلي، د پرمختګ لپاره اړین دی. له حاکمو چارواکو غوښتنه کوو چې د نړیوالو مکلفیتونو د تطبیق او د افغانستان او ټولو خلکو د پرمختګ د زمینې د پرانیستلو لپاره قوي ګامونه پورته کړي.»

طالبان پر افغانستان د ولکې ټینګلولو راهیسې په پراخه کچه د بشري حقونو په نقض تورن شوي دي.

دغه ډله د ښځو او نجونو له حقونو څخه د پراخې سرغړونې په تور تورنه ده او هغوی یې له کار او زده‌کړو محرومې کړې دي.

همدارنګه طالبان د قومي لږکیو او مذهبي ډلو د ځپلو او د هغوی د بشري حقونو پر نقض هم تورن دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه