اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې د داعش ډلې مرستیال قوماندان او د ماینونو مهر وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (چهارشنبه، ۲۵ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت اړوند «۰۲ قطعې» ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ په چمتلې سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي.
هغه زیاتوي، په دې عملیاتو کې د داعش ډلې مرستیال قومندان او د ماینونو جوړولو ماهر لعلي ګل مشهور په مصطفی د مقاومت په پایله کې وژل شوی دی.
ښاغلی خوږیاڼي وایې، د وژل شوي کس څخه یو میل کلاشنکوف، څلور شاجورونه او یو اندازه چاودیدونکې توکي هم د ځواکونو لاسته ورغلي چې په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.
خوږیاڼي زیاته کړه: «تیره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ چمتلې سیمه کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې مرستیال قومندان د مقاومت پرمهال وژل شوی نوموړی د ماینونو جوړولو استاد هم و.»
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
