افغان سوداګر: که د تورخم لارې تړل کیدل دوام وکړي سوداګر به ګدایي ته کښیني

اطلاعات روز: شاوخوا دوه میاشتې پوره کېږي چې د تورخم لاره د پاکستان له لوري د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې. د یادې لارې د تړل کېدو په غبرګون کې یو شمېر افغان سوداګر د اندېښنې په څرګندولو سره د تورخم دروازې د ژر پرانیستلو غوښتنه کوي.

تېره ورځ (دوشنبه،۱۶د لېندۍ) د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړي زلمي عظیمي سوداګرو سره د یوې ناستې پر مهال ویلي، چې د تورخم لارې تړل کېدو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت توکي لا هم په پاکستان کې ایسار دي.

عظیمي ټینګار کړی چې پاکستان حق نه لري چې د افغان سوداګرو توکي او شتمنۍ یرغمل کړي او زیاته کړې یې ده: «افغان سوداګرو ته هره ورځ په میلیونونو ډالرو زیان رسېږي او دا زیان زموږ له وسې پورته خبره ده موږ سوداګرو پرېکړه کړې چې له لوړ پوړو طالب چارواکو سره به د دې لارې د خلاصېدو په اړه خبرې کوو ترڅو د تورخم لاره خلاص شي او که وضعیت همداسې دوام کوي نو پایلې یې بدې دي.»

نوموړی زیاتوي، چې ډېری سوداګر د تورخم پر ځای د بدیلو لارو د کارولو مالي امکانات نه لري او دې اقدام د افغانستان اقتصاد او سوداګري له جدي ننګونو سره مخ کړې.

د ده په وینا، چې د لارو تړل کیدو له کبله هر سوداګر ته د ورځې له سل زرو نیولې تر یو میلیون ډالرو پورې زیان رسیږي او که دا چاره دوام وکړي سوداګر به «ګدایي» ته کښیني او هر څه به له خاورو سره خاورې شي.

یو بل سوداګر خان محمد هم ورته اندېښنه ښيي او په وینا یې چې د تورخم د لارې تړل کېدو د سوداګرو پانګه بنده کړې او خصوصي سکتور ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

نوموړی پر طالبانو هم نیوکه کوي او وایي، چې ډېری سوداګر د بدیلو لارو د کارولو مالي وړتیا نه لري، او دې اقدام افغان سوداګر له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړي دي.

خان محمد زیاتوي: «ټولې لارې باید خلاصې شي طالبان دې یوازې پر منځنۍ اسیا تکیه نه کوي، بلکې د تورخم، سپین بولدک او غلام بندر لارې دې هم خلاصې کړي دا لارې لنډې او اسانه هم دي او له پاکستان هم غواړو چې سوداګري دې له سیاست جدا کړي.»

د معلوماتو له مخې د تورخم لارې تړل کېدو نه یوازې افغان بلکې پاکستاني سوداګرو او د دغه هېواد اقتصاد ته هم په لویه کچه زیان اړولی او څه موده وړاندې یې سوداګرو له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې وه، چې پر طالبانو او پاکستان دې فشار راوړي ترڅو د تورخم لاره خلاصه کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه