ملګرو ملتونو د دغه سازمان دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو پر تګ د بندیز لغوه کیدو غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو ښځینه څانګې له طالبانو غوښتي، چې د دې سازمان دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو د تګ بندیز ختم کړي، څو مرستې ښځو او نجونو ته ورسېږي.

دغه سازمان نن (یکشنبه، ۱۶ د لیندۍ) په یوه بیان کې ویلي، درې میاشتې تیریږي چې په ټول هیواد کې د ملګرو ملتونو ودانیو ته د ښځینه کارکوونکو داخلیدل بند شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځینه څانګې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي، چې په دې ۹۱ ورځو کې ښځینه کارکوونکو د خپلو کورونو څخه د افغانانو لپاره خپل حیاتي کار ته دوام ورکړی دی.

هغې زیاته کړې، چې افغان ښځې د ملګرو ملتونو د کار لپاره په افغانستان کې اړینې دي، او دا سازمان یوازې د هغوی د شتون له لارې کولای شي ښځو او نجونو ته لاسرسی ومومي او مرستې ورسوي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي ټینګار کړی، چې مرستې باید د ښځو له لوري ښځو ته وړاندې شي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د طالبانو له محدودیتونو سره په کلکه مخالف دي؛ ځکه دا محدودیتونه د بشري حقونو او د ملګرو ملتونو د بنسټیزو اصولو او برابریو خلاف دي چې د دې سازمان په منشور کې ذکر شوي او همداراز د دې توان کمزوری کوي چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځینه څانګې استازې ویلي: «موږ د افغان ښځینه کارکوونکو او قراردادیانو د ننوتلو پر بندیز د لېرې کولو غوښتنه کوو او ټینګار کوو چې هغوی باید د ملګرو ملتونو دفترونو او ساحو ته خوندي لاسرسی ولري، څو مرستې هغو ښځو او نجونو ته ورسېږي چې تر ټولو ډېرې اړتیا ورته لري.»

طالبانو درې کاله دمخه په غیر دولتي سازمانونو کې ښځې له کار منعه کړې، چې ملګري ملتونه هم پکې شامل دي او دا بندیز تر اوسه پورې دوام لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه