ځدراڼو د پکتیا پوهنې ریاست دروازه وتړله

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت د دریو ځدراڼو ولسوالیو شواک، ګرده څیړۍ او وزې ځدراڼ لسګونه ځوانانو او قومي مخورو نن (دوشنبه، ۲۳ د وري) د اعتراض په ډول د پکتیا د پوهنې ریاست دروازه د اعتراض په ډول وتړله او د پوهنې ریاست مسوولین یې له ځدراڼو سره په دوه ګوني چلند تورن کړل. 

اعتراض کوونکي وایي، له کلونو راهیسې ورسره د پوهنې برخه کې توپیری چلند کیږي، نو ځکه یې نن په مدني حرکتونو لاس پورې کړ. 

د ګردې څېړۍ ولسوالي اوسېدونکی او قومي مشر حاجي سیدالرحمان وايي، نن یې ځکه په اعتراض لاس پورې کړی، چې له بار بار ژمنو وروسته یې بیا هم د دوی د ښوونځیو د ودانیو، ښوونکو او درسي کتابونو ستونزه ندی حل کړې. 

د نوموړي په وینا چې په ګرده څېړۍ او پاتې نورو ځدراڼو ولسوالیو کې زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي. 

سیدالرحمان وویل: «مونږ نن چې دلته د پوهنې ریاست دروازه د اعتراض په ډول وتړله، د خپل تلف شوی حق بیرته واخلو، مونږ سره توپیري چلند روان دی، مونږ د پوهنې له شته امکاناتو بې برخې یو، د زده کوونکو او ماشومانو د زده کړو حقونه مو خوړل شي، نو ځکه نن مونږ د اعتراض په ډول دروازه وتړله.»

د دې ولایت د وزې ځدراڼ ولسوالي اوسېدونکی خان زمان بیا وايي، په ولسوالي کې یې د ګوتو په شمېر ښوونځي چې پخوا جوړ شوي و، د تخریب او ناسم چاپیریال له امله اوس زده کوونکي پکې په سختو شرایطو کې زده کړې کوي. 

خان زمان زیاتوي، چې د پوهنې ریاست په تازه اقدام کې د دغه ولسوالیو د یو شمیر ښوونکو بستونه مرکز ګردیز ته انتقال کړي دي .

نوموړي اطلاعات روز ته وویل: «دلته نن په ګردېز کې د پکتیا د پوهنې ریاست مخې ته زمونږ د دریو ولسوالیو مشران او ځوانان راټول شوي یو، زمونږ د ښوونځیو ودانۍ، کتابونه او ښوونکي کم دي، که وي هم هغه نو مسلکي ندي، پوهنې ریاست راسره توپیري چلند کوي، نور مونږ مجبور شوي یو، چې په اعتراض لاس پورې کړو.»

اعتراض کوونکو، چې له ځان سره یې بېلابېل شعارونه نیولي و، ګواښ وکړ، که یې ستونزې حل نشي او غوښتنو ته یې مثبت ځواب ونه ویل شي، خپل اعتراضونه به لا پراخ کړي او د پکتیا- خوست لویه لاره به وتړي. 

خان زمان زیاته کړه: «نن مو چې د پوهنې ریاست دروازه وتړله، پوهنې ریس راسره دوه ګونی چلند کوي، پر ځای د دې چې زمونږ د دریو ولسوالیو د زده کوونکو ستونزو ته پام وکړي، هغه حقونه یې هم بل چاته ورکوي، چې زمونږ حق دی، ښوونکي نلرو، کتابونه نلرو او زده کوونکو ته درسي چاپېریال ندی موجود، نو مونږ څنګه نور زغم وکړو.»

په همدې اعتراضیه غونډه کې د شواک ولسوالي اوسېدونکو هم په یاده ولسوالي کې د شته ستونزو غږ پورته کړ، دوی وویل، د ښوونکو رسمي بستونه یې مرکز ګردېز ته د وکیلانو په فرمایش تبدیل کړي دي. 

په دې اړه د وزې ځدراڼ ولسوالي یو بل اوسېدونکي سیف الله ځدراڼ داسې وویل: «حکومت دې له مونږ سره په هره برخه کې معمله وکړي، توپیري چلند دې وکړي، خو په پوهنې ریاست کې معمله او توپیري چلند په هیڅ صورت نه منم، د وکیلانو په فرمایش زما د ولسوالیو د ښوونکو بستونه ګردېز ته را وړل شوي، ایا مونږ دوی ته د پکتیا اوسېدونکي نه ښکارو او که کومه بله مسله ده، زه خپل ولس ته ډاډ ورکوم، چې حق به که په رضا وي او یا په زور خو له ولایتي ادارې او پوهنې ریاست څخه به یې اخلو.»

د یادې ولسوالي اوسېدونکی جمیل وویل، که د دې اعتراض له مخې یې غوښتنې ونه منل شي، د ځدراڼو زرګونه اوسېدونکي به خپل اعتراضونه د ګردېز سربېره په پلازمینه کابل کې هم پیل کړي. 

جمیل داسې وايي: «زما د کور ماشومان چې ښوونځي ته لاړ شي، بیرته په هماغه ساعت راځي، وای په ښوونځي کې مو ښوونکي نه و، نو کوچی ځاځی ځانه ته څنګه د پوهنې ریس وايي، چې د دریو ولسوالیو ستونزو ته یې له تېرو څلورو کلونو راهسې پام ندی کړی، خو دا معلومه خبره ده، چې له مونږ سره دوه ګونی چلند کوي.»

په همدې حال کې د پکتیا د پوهنې ریاست مسوولین دا اداعا چې په ځدراڼو ولسوالي کې دې د ښوونکو بستونه مرکز ګردېز یا هم نورو سیمو ته تبدیل شوي وي، په کلکه ردوي. 

د پوهنې ریس کوچی ځاځی په ټوله کې د ښوونکو کمښت ستونزه مني او وايي، اوس مهال پکتیا کې ۲۵۰۰ ښوونکو ته اړتیا لري. 

ځاځي وویل: «مونږ په هیڅ صورت د کومې بلې وولسوالي که هغه ځدراڼ دي یا بله کومه ولسوالي ده، د دوی د ښوونکو بستونه مو بل چاته ندي ورکړي، خو مونږ په پکتیا کې د ښوونکو له کمښت سره مخ یو، په ټوله پکتیا کې ۲۵۰۰ ښوونکو ته اړتیا لرو، له وزارت څخه مو دا غوښتنه هم کړې، چې د ښوونکو او درسي کتابونو ستونزه مو راحل کړي.»

د پکتیا ولایت په شواک او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې له تېرو دوو کلونو راهسې له ښوونځیو یو شمیر زده کوونکي له ۱۲ ټوولګي فارغ شوي، خو د دې په ګاونډ ګرده څېړۍ ولسوالي کې بیا تر اوسه کوم زده کوونکی له دولسم ټولګي ندی فارغ شوی او نه هم په یادو دریو ولسوالیو کې د انجونو ښوونځي شتون لري. 

په ټوله پکتیا کې ۴۰۵ ښوونځي شتون لري، چې ۲۶۰۰۰ زره شاوخوا زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې یې شاوخوا ۷۰ زره انجونې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه