سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښته؛ څلور ملکي وګړي او دوه طالبان وژل شوي

اطلاعات روز: د کندهار سپین بولدک کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې تېره شپه پر دغه ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې څلور تنه ملکي وګړي او دوه طالبان وژل شوي او څلور نور ملکي وګړي ټپیان دي.

د سپین بولدک په روغتون کې یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې جګړه تېره شپه (جمعه، ۱۴ د لیندۍ) شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د سپین بولدک ـ چمن ترمنځ د وېش، مازل ګلۍ او لقمان په کلیو کې شوې او نږدې څلور ساعته یې دوام کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پاکستاني ځواکونو د هاوان ګولیو له امله سپین بولدک کې څلور ملکي کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. یو شمیر نورو سرچینو وویل، چې په دې نښته دوه طالبان وژل هم وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په ټپیانو کې د یوې ښځې او سړي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی چې اوس مهال د عینو مېنې په روغتون کې دي.

سرچینې وویل، چې جګړه پاکستاني ځواکونو په ناڅاپي ډول د لاسي بمونو په غورځولو سره جګړه پیل کړه.

د سرچینو په وینا، چې جګړه د طالبانو او پاکستاني لوریو په همغږۍ دریدلې او دا مهال په سیمه کې وضعیت عادي دی.

‏په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سپین بولدک کې د پاکستاني پوځیانو برید تایید کړی او ویلي یې دي، چې پاکستاني لوري یو ځل بیا سپین بولدک کې پر افغان لوري بریدونه پیل کړي او افغان لوری هم غبرګون برید ته اړ شوی دی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ شاوخوا دوه میاشتې وړاندې نښته شوې وه، هغه مهال د یوې اونۍ جګړې وروسته، دواړه لوري اوربند ته ورسېدل او خبرې یې پیل کړې، خو خبرو اترو کومه پایله نه ده ورکړې.

وروستۍ نښته په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې په دې وروستیو کې راپور ورکړل شول، چې سعودي عربستان په ریاض کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو کوربه توب کړی او دواړو خواوو د اوربند پر دوام موافقه کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه