طالبانو د ننګرهار او لغمان پوهنتونونو محصلین د ږیرې کمولو له امله له لیلیې شړلي

اطلاعات روز: د ننګرهار او لغمان پوهنتونونو یو شمېر زده کړیالان وایي، چې په دې وروستۍ اوونۍ کې د دغو پوهنتونونو له لیلیې د طالبانو امربالمعروف محتسبینو د پوهنتونو له مسوولانو سره په هغمږۍ لسګونه محصلین د ږیرې کمولو له کبله له لیلیې شړلي دي.

د ننګرهار پوهنتون یو زده کړیال د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۵ د لېندۍ) د پوهنتون د مسوولانو او دغه راز د امربالمعروف محتسبینو د یوه ګډ پلاوي له لوري له هغه محصلینو د لیلیې کارتونه اخیستل شوي چې ږیري کمې او پګړۍ یې نه وې پر سر کړې.

د سرچینې په وینا، طالبانو ورته ګواښ کړی که ظاهري څېرې په سنتو برابرې نه کړي، نو له لیلیې سربېره به په کلنیو ازموینو کې هم ورڅخه نمرې کمې شي.

سرچینه زیاتوي: «هغه محصلین چې ږیرې یې کمې وې او پګړۍ او خولۍ یې نه وې پر سر کړې، هغوی له لیلیې شړل شوي او طالبانو ټینګار کړی که هر محصل ځان پر سنتو برابر نه کړي نو په لیلیه کې ځای نه لري بس اوس مجبوره یو څه چې وایي منو یې.»

دغه راز د لغمان پوهنتون یو محصل هم ورته شکایت کوي او وایي، د دغه پوهنتون په لیلیه کې هم د ګڼ شمېر هغه محصلینو د لیلیې کارتونه اخیستل شوي چې ږیرې یې کمې وې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې اوسمهال د دغه پوهنتون په لیلیه کې نږې ۳۵۰ زده کړیال اوسېږي، خو د طالبانو له لوري ورته ځانګړي شرایط ټاکل شوي او د سرغړونې په صورت له لیلیې شړل کېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې پنځه وخت په جماعت لمونځ کول، له لمانځه وروسته دیني وعظ ته کېښناستل، د ږېرې پرېښودل هغه شرایط دي چې محصلین یې پرې مکلف کړي دي.

سرچینه زیاتوي: «پر محصلینو د ژوند چاپېریال ورځ تربلې مخ په تنګېدو دی، ځکه د زیاتره محصلینو اقتصادي وضعیت خراب دی او په لیلیه کې اوسېږي، خو طالبان پرې خپل شرطونه عملي کوي او دوی مجبوره دي چې طالبان څه وایي هغه ومني ځکه بله لاره نشته.»

موږ هڅه وکړه په دې اړه د یادو پوهنتونونو د مسوولانو نظر هم ولرو، خو له پرله پسې هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشو. طالبانو له دې یوه ورځ وراندې د هېواد په یو شمېر نورو پوهنتونونو له لیلیې هم ګڼ شمېر محصلین د ږیرې کمې اندازې له امله شړلي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه