امریکا کې د افغانانو د پناه غوښتنې پروسه وځنډول شوه

اطلاعات روز: سپینې ماڼۍ ته څېرمه د یوه افغان وګړي له‌ لوري د امریکا د ملي ګارد پر دوو سرتېرو تر ډزو وروسته، د متحده ایالاتو د کډوالۍ ادارې د افغان وګړو د پناه غوښتنې پروسه ځنډولې ده.

دې ادارې نن (پنجشنبه، ۶ د لیندۍ) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي: «له همدې شیبې وروسته د افغان اتباعو سره تړلو غوښتنلیکونو ته رسیدګي درول شوې. تر هغه وخته پورې چې د امنیتي پروتوکولونو بیاکتنه او د وړتیا ارزونه وشي. د هېواد او د امریکا د خلکو ساتنه او امنیت لا هم زموږ ځانګړی تمرکز او ماموریت دی.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د ټولو افغان اتباعو د قضیو د بیا کتنې امر کړی دی.

دا امر وروسته له هغه وشو چې یو افغان وګړي د واشنګټن په مرکز کې سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارد دوه سرتیري په ډزو ټپیان کړل.

د ټرمپ ادارې دوو چارواکو، د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې پلټونکو په برید کې شکمن کس د رحمان الله لکڼوال په نوم پیژندلی، هغه ۲۹ کلن افغان دی او د واشنګټن ایالت اوسېدونکی بلل شوی دی.

د میټروپولیټن پولیسو مرستیال رییس جف کارول په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې شکمن کس د سړک څخه تیر شوی او پر سرتېرو یې «کمین» وهلی دی.

هغه ویلي، چې د ملي ګارد نورو سرتیرو د ډزو له تبادلې وروسته ډزې کرارې کړې دي.

د اف بي آی مدیر ویلي، چې دوه ټپیان شوي سرتېري په سیمه‌ییز روغتون کې په نازک حالت کې دي.

د واشنګټن ښاروال موریل باوزر په خبري کنفرانس کې وویل: «دا یو هدفمند برید دی.»
چارواکو ویلي، داسې ښکاري چې بریدګر په یوازې توګه عمل کړی دی.

ټرمپ چې د برید په وخت کې په فلورېډا کې په خپل استوګنځي کې و، په یوې ثبت شوې ویډیو کې دغه ډزې «شیطاني، کرکجن او ترهګریز عمل» بللی دی.

هغه ویلي، چې د هغه اداره به د ټولو هغو افغانانو «بیا کتنه» وکړي چې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال متحده ایالاتو ته راغلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه