د تورخم لارې بندېدو سره په ننګرهار کې د درملو بیې لوړې شوي

اطلاعات روز: له یوې میاشتې ډېر وخت کېږي چې د تورخم دروازه د طالبانو او پاکستانیانو ترمنځ له نښتو وروسته تړل شوې، چې له امله یې په بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو په لوړېدو سربېره د درملو بیې هم لوړې شوي چې په اړه یې خلک اندېښمن دي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی همت الله تلوار وایي، په دې وروستۍ یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د ځینو درملو بیې دوه تر درې برابره لوړې شوي دي. د هغه په خبره بې‌وزلۍ او د خلکو د وزګارتیا ته په پام، د درملو بیې لوړېدو د عامو وګړو او ناروغانو درد نور هم زیات کړی دی.

نوموړی نیوکه کوي چې د طالبانو مسوولان د نرخونو د کنټرول لپاره مشخص پروګرام نه لري.

تلوار زیاتوي: «د تورخم لاره چې بنده شوې د خوراکي توکو سربېره ورسره د درملو بیې هم لوړې شوي او په ځینو درملتونونو کې خو بیخي درمل په خلاصېدو دي، یوه میاشت مخکې مو د پرسټامول شربت په ۵۰ افغانۍ اخیسته هغه اوس له سل افغانیو پورته دی، دغه راز د سر درد ګولۍ مخکې په لس افغانۍ وې خو اوس یې بیه ۳۰ افغانیو ته ختلې خلک دې حالت ډېر زیات خواشیني کړي.»

د ننګرهار یو بل اوسېدونکی صابر شاه هم شکایت کوي، چې د تورخم لارې په تړل کېدو او د طالبانو له لوري د پاکستانۍ درملو پر واردېدو له بندیز سره په ناڅاپي ډول د درملو قېمتونه څو چنده لوړ شوي دي.

د هغه په خبره د درملتونونو مالکانو د زیاتره درملو احتکار پيل کړی او همدا لامل دی چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په چټکۍ د درملو بیې لوړېږي.

صابر شاه وویل: «زیاتره درملتونونو مالکان ځینې دواګانې نه پلوري او په یو ډول یې احتکاروي، چې له امله يې بازار کې ورته اړتيا زياته شوې او قېمتونه يې لوړ شويدي. غوښتنه کوو که د تورخم له لارې سوداګري او د درملو راکړه ورکړه بندېږي ژر تر ژره له نورو بدیلو لارو کار واخیستل شي.»

ورته مهال جلال اباد ښار کې له پاکستانه د درملو د یوه واردونکي شرکت مسوول ډاکټر عزیر احمد هم مني، چې له پاکستان څخه د درملو په وارداتو له بنديز وروسته نه يوازې پاکستاني، بلکې ايراني، ترکي، بنګله دېشي او د نورو هېوادونو د درملو قېمتونه هم لوړ شوي دي.

د هغه په خبره په هېواد دننه د درملو توليدونکو شرکتونو قېمتونه هم په ورته ډول لوړ شوي او دغه راز د تورخم لارې له تړل کېدو وروسته د زیاتره شرکتونو چارې په ټپه درېدلي دي.

عزیر احمد زیاتوي: «په لسګونه شرکتونو له پاکستان څخه درمل وارېدول او رسمي نمایندګۍ دلته جلال اباد ښار کې درلودې او له هر شرکت سره په لسګونه نارینه او ښځینه وو، کار کاوه خو له کله چې د تورخم لاره تړل شوې درمل په بازار کې مخ په خلاصېدو او بیې په لوړېدو دي ځکه نور درمل نشته او بازار کې ورته اړتیا ډېره ده غوښتنه کوو چې د تورخم لاره دې د سوداګرۍ پرمخ خلاصه شي.»

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره طالب ویاند نقیب الله رحیمي وايي، د درملو بیې کنټرول لپاره یې په بازارونو کې ځانګړي کمیسېون فعالیت کوي او د عامي روغتیا نظارتي ټېمونه د امکان ترحده د درملو د بیې او کیفیت برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

رحیمي وویل: «د درمل ستونزه به د تورخم لارې په تړل کېدو سره رامنځته شوې وي، خو په دومره کچه هم نه ده لکه څومره چې خلک په اندېښنه کې دي ځکه اوس یوازې له پاکستان درمل نه راځي بلکې له تاجکستان، ازبکستان، ایران، هند، بنګله دېش او نورو هېوادونو هم راځي او دغه راز مونږ هم پوره هڅه کوو چې په بازار کې د درملو بیې کنټرول کړو خو په دې برخه کې د خلکو مرسته مهمه ده.»

په ورته مهال راپورونه کاږي چې پاکستان کې د درملو پنځه لوی شرکتونه تړل شوي او د خپلې پانګې د بهر کولو په درشل کې دي.

راپورونو له مخې هلته دغه وضعیت داسې مهال راغلی چې افغانستان له پاکستان سره پر سوداګرۍ بندیز لګولی دی.

افغانستان د درملو له اړخه په نورو هیوادونو تکیه دی چې د اړتیا وړ درمل له پاکستان، هند، بنګله دېش، ایران او له نورو هیوادنو څخه واردوي، د پاکستاني درملو کیفیت په تړاو له دې وړاندې هم د خلکو او روغتیاپالانو اندېښنې يې ډیرې وې.

طالبانو له څه باندې یوې میاشتې راهیسې هڅې پیل کړي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې ومومي او په دې برخه کې یې د منځۍ اسیا پر هېوادونو تکیه زیاته کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه