دایکندي کې له ایران څخه د راستانه شویو پخوانیو سرتیرو نیول؛ «وسلې یا پیسې راکړئ»

اطلاعات روز: په دايکندي کې سرچينې وايي، چې طالبان له ايران څخه راستانه شوي يو شمېر پخواني سرتېري نيسي او له دوی څخه د وسلو يا د هغو د بيې غوښتنه کوي.

د دایکندي په میرامور ولسوالۍ کې یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته په یوه پیغام کې ویلي، چې د هغه ورور، چې په دې وروستیو کې له ایران څخه راستون شوی و، د طالبانو له خوا نیول شوی او درې ورځې او شپې یې د دې ډلې د استخباراتو په زندان کې تېرې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې طالبانو د هغه له ورور څخه وسله غوښته او دا چې هغه هیڅ نه درلودل اړ شو چې ۵۸ زره افغانۍ د وسلې د قیمت په توګه ورکړي.

دغې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط ویلي، چې په نورو سیمو کې هم طالبانو پخواني سرتیري او د هغوی خپلوان نیولي او له هغوی څخه یې وسلې غوښتې دي.

د هغه په ​​وینا، طالبان د خلکو په منځ کې خبر ورکوونکي لري او له دې لارې پخواني سرتیري په نښه کوي او نیسي.

څو ورځې وړاندې په دایکندي کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړ، چې طالبانو د دغه ولایت د پاتوی ولسوالۍ څخه د یوه پخواني سرتیري پلار له ایران څخه تر را ایستلو وروسته نیولی او له هغه څخه یې وسله غوښتې.

دغه راز د طالبانو استخباراتو په تازه توګه د پنجشير ولايت پنځه نظاميان له ايران څخه د ایستلو وروسته نيولي دي. د سرچينو په وينا، دغه کسان د پنجشنبې په ورځ (۲۹ د لړم) د کابل–پنجشير په لاره نيول شوي دي.

طالبان په داسې حال کې چې ادعا کوي د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان ته پابند دي، د پخوانیو سرتیرو نیولو او شکنجه کولو ته دوام ورکړی دی. د پخوانیو سرتیرو پټې وژنې هم دوام لري، او د طالبانو غړي په دې وژنو تورن دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه