امنیت شورا د غزې په اړه د امریکا له لوري د وړاندیز شوي پرېکړه‌لیک مسوده تایید کړه

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غزې په اړه د امریکا له لوري د وړاندیز شوي پریکړه لیک مسوده تصویب کړه. دا پرېکړه‌لیک د غزې د ثبات لپاره د نړیوال ځواک د ځای پر ځای کېدو اجازه ورکوي او د فلسطینیانو د یو خپلواک هېواد د جوړېدو احتمال ته هم اشاره کوي.

دغه شورا چې له پنځلسو غړو جوړه ده، په ۱۳ موافقو او دوو ممتنعو رایو یاد پرېکړه‌لیک تایید کړ. روسیې او چین د دې پرېکړه‌لیک د تصویب د مخنیوي لپاره له خپل وېټو حقه کار وانخیست.

تمه وه چې دغه پرېکړه‌لیک د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شل مادو وړاندیز ته نړیوال مشروعیت ورکړي؛ هغه طرحه چې ځینې برخې یې د تېرې میاشتې د غزې په تړانګه کې د اوربند بنسټ جوړاوه.

اسراییل او د فلسطین د حماس وسله‌والو تېره میاشت د ټرمپ د شل مادو د طرحې له لومړۍ مرحلې سره موافقه وکړه ـ هغه مرحله چې د دوی د دوه کلن جګړې اوربند او د برمته شویو کسانو د خوشې کېدو موافقه پکې شامله وه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک له تصویب وروسته، ټرمپ په یوه پیغام کې ویلي دي: «زه نړۍ ته د امنیت شورا د بې‌ساري رأی په خاطر مبارکي وایم، چې څو شیبې وړاندې د سولې پلاوی چې زه یې مشري کوم او د نړۍ تر ټولو ځواکمن او درناوي وړ مشران پکې شامل دي، په رسمیت وپېژند او تایید یې کړ.»

د رویټرز د راپور له مخې، د پریکړه لیک متن کې راغلي چې غړي هیوادونه کولی شي د ټرمپ په مشرۍ د سولې کمیسیون کې برخه واخلي، کوم چې د غزې د بیارغونې او اقتصادي بیارغونې د څارنې لپاره د انتقالي واک په توګه ټاکل شوی دی.

همدارنګه دغه پرېکړه‌لیک د نړیوال ثبات‌ ځواکونو ته اجازه ورکوي، چې د غزې د غیرنظامي کولو بهیر تضمین کړي، چې پکې د وسلو راټولول او د پوځي زیربناوو له منځه وړل شامل دي.

حماس بیا په یوه بیان کې ټینګار کړی، چې دوی به بې وسلې نه کړای شي او استدلال کوي چې د اسراییلو پر وړاندې د دوی مبارزه یو مشروع مقاومت دی. دا کولی شي حماس د نړیوال فشار سره مخ کړي.

حماس په یوه اعلامیه کې چې د پرېکړه‌لیک له تصویب وروسته خپره شوې، ویلي دي: «دغه پرېکړه‌لیک په غزې تړانګه د نړیوالې سرپرستۍ یو میکانیزم تحمیلوي، چې زموږ خلک او اړوندې ډلې یې ردوي.»

روسیه، چې په امنیت شورا کې د ویټو حق لري، مخکې له دې یې د پریکړې سره خپل احتمالي مخالفت څرګند کړی و، مګر له رایې ورکولو څخه یې ډډه وکړه او د تصویب اجازه یې ورکړه.

د روسیې او چین سفیرانو پر دې پریکړې نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه پریکړه لیک ملګرو ملتونو ته د غزې په راتلونکي کې روښانه رول نه ورکوي.

د فلسطین د خودمختاره تشکیلاتو په یوه اعلامیه کې له دې پرېکړه‌لیک هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دوی یې پلي کولو لپاره چمتو دي.

په اسراییل کې دغه پرېکړه‌لیک جنجالي بلل شوی، ځکه چې دا د فلسطینیانو د راتلونکي هیواد د جوړېدو احتمال ته اشاره کوي.

د پرېکړه‌لیک متن وايي: «ممکن په پایله کې شرایط د یوې معتبرې لارې د ترلاسه کولو لپاره رامنځته شي چې ځان-واکمني او د فلسطین د هیواد د جوړېدو لوري ته ولاړ وي»، کله چې د فلسطین خودمختاره تشکیلات د اصلاحاتو برنامه پلي کړي او د غزې د بیا پراختیا بهیر پرمختګ وکړي.

په دې پرېکړه‌لیک کې راغلي: «متحده ایالات به د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ خبرې پیل کړي ترڅو د سولې او سوکاله ګډ ژوند لپاره سیاسي لاره باندې موافقه وشي.»

د اسراییل لومړی وزیر بنيامین نتانیاهو چې د خپل ښي اړخو حکومت د غړو تر فشار لاندې دی، یکشنبې وویل، چې اسراییل لا هم د فلسطین د هیواد د جوړېدو سره مخالف دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه