اطلاعات روز: د ملي پخلاینې عالي شورا وایي، د دې شورا د سولې طرحو د توحید او مسودې کمېټې د وړاندیز شویو طرحو د یو کولو کار پای ته ورساوه او د دې شورا مشر عبدالله عبدالله ته وړاندې شوه.
د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون نن (یکشنبه، ۲۲ د وري) رسنیو په یو استول شوي ویډیویي پیغام وایي، د ترکیې ناستې لپاره د سولې چمتو شوې طرحه مسوده یې د دې شورا مشر عبدالله عبدالله ته وسپارله.
ښاغلی خوځون زیاتوي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به دغه مسوده د یادې شورا رهبرۍ کمېټې ته وسپارل شي او له تصویب وروسته به د افغانستان اسلامي جمهوریت واحد سند وي، چې د ترکیې ناستې ته به وړاندې شي.
که څه هم لا د افغان سولې په اړه د ترکیې ناستې ترسره کېدو کره نېټه څرګنده شوې نه ده، خو نن د ولسمشر دویم مرستیال امرالله صالح د کابل په شمال کوهدامن کې د نظام په ملاتړ د خلکو یوې لویې غوڼډې ته وینا کې وویل، چې دغه ناسته ښایي په همدې روانه اونۍ کې ترسره شي.
