پاکستاني رسنۍ: د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ تر بندېدو وروسته د خیبرپښتونخوا صنعت زیانمنېږي

Photo: DAWN

د طالبانو له لوري له پاکستان سره د سوداګرۍ د بندولو تر اعلان وروسته، په پاکستان کې سوداګریزو فعالانو د دې پرېکړې د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ او صنايعو د خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي ویلي چې پاکستان به په افغانستان او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې لوی بازار له لاسه ورکړي؛ هغه هېوادونه  چې پاکستان ورسره تازه د میلیونونو ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.

نوموړي ویلي چې افغانستان دا توان لري چې د مرکزي اسیا له ډېری هېوادونو سره، همدارنګه له ایران او ترکیې سره د پاکستان په پرتله په اسانه شرایطو سوداګریز تړونونه وکړي، په داسې حال کې چې پاکستان په پای کې د افغانستان بازار له لاسه ورکوي.

سرحدي زیاته کړې چې پاکستان هره میاشت په شاوخوا ۱۰۰ تر ۲۰۰ میلیونه ډالرو ارزښت تازه مېوې، سمنټ، درمل، جراحي وسایل، کرنیز ابزار، ټوکر، بوټان، پلاستیکي پایپونه، روغتیایي توکي، سینګار توکي او یو شمېر کورني تولیدات افغانستان ته صادروي.

هغه استدلال کړی: «موږ د افغانستان د پولې د تړل کېدو له کبله اخیر هم بایلونکي یو ځکه چې کابل زموږ په پرتله ډېرې بدیل لارې لري.»

د سرحدي سوداګرۍ او صنایعو د خونې پخواني رییس زاهدالله شینواري ویلي چې له افغانستان او د منځنۍ اسیا له بازارونو د محرومېدو ترڅنګ د سوداګرۍ ځنډېدلو د فدرالي مالی ادارې پر عوایدو جدي اغېز کړی؛ هغه اداره چې هره ورځ په سرحدي لارو د صادراتو او وارداتو له لارې میلیونونه روپۍ راټولوي.

هغه ویلي چې د خیبر پښتونخوا صنعت به په ځانګړي ډول له افغانستان سره د سوداګرۍ ځنډېدو له امله زیانمن شي، ځکه د دې ایالت صنعتونه د افغانستان په بازار سخت متکي دي او د بېلابېلو لاملونو له کبله د پنجاب او سند له صنعتونو سره د سیالۍ وړتیا نه لري.

نوموړي زیاته کړې: «د زموږ د لویو صنعتونو ډېره برخه، په ځانګړي ډول د سمنټو فابریکې، د افغانستان په وارداتي سکرو چلېږي؛ نو له همدې کبله د سکرو د وارداتو ځنډېدل به د هېواد د لویو صنعتونو د تولید ظرفیت ته منفي زیان ورسوي.»

ده خبرداری ورکړی چې که له افغانستان سره سوداګري په دایمي ډول ودرېږي، نو د خیبر پښتونخوا ډېری صنعتي واحدونه به وتړل شي او سلګونه صنعتی کارګران به بېکاره او صنعت‌کاران به ډیوالي شي.

د پاکستان د سرحدي سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییس همدا راز ویلي چې د سرحدي ناامنۍ دوام او د پولې تړل «دواړو لورو ته د بایللو معامله» ده ځکه پاکستان به په افغانستان او د منځنۍ اسیا په بازارونو کې خپل نفوذ او انحصار وبایلي.

هغه زیاته کړې: «موږ باید خپلې امنیتي پالیسۍ بیا وارزوو، ځکه مالي زیانونه زموږ لپاره تر هغو سیاسي امتیازاتو ډېر درانه دي چې ښایي د افغانستان په وړاندې په ډیپلوماتیک ډګر کې د امنیتي مسایلو له لارې ترلاسه شي.»

په تورخم ګمرک کې د توکو د ترخیص کارګرو د ټولنې رییس مجیب‌الله شینواري ویلي چې د پولې تړل او ورپسې د سوداګرۍ ځنډېدل، سوداګر او د ټرانسپورټ سیمه‌ییز شرکتونه له درنو مالي زیانونو سره مخ کړي دي.

هغه ویلي چې د ټرانسپورټ سیمه‌ییز شرکتونه په بشپړ ډول له افغانستان سره پر سوداګرۍ متکي دي او د تجارت ځنډېدل به د روان اقتصادي بحران پر مهال د قبایلي سیمو زرګونه نور اوسېدونکي هم بېکاره کړي.

ښاغلي شینواري ویلي چې په صادراتي توکو بار ۵۰۰ بار وړونکي موټر د پاکستان اړخ ته بند پاتې دي ځکه پرته له دې چې د پولې پرانیستل کېدو ته منتظر شي، بله لار نه لري.

هغه زیاته کړې چې نه صادروونکي او نه صنعت‌کاران چمتو دي چې هغه توکي بېرته واخلي چې پر افغانستان یې پلورلي او په عین مهال کې د ټرانسپورټ شرکتونو تر کابل پورې د لارې کرايه ترلاسه کړې او د قرارداد له مخې مکلف دي چې بارونه په افغانستان کې ټاکل شوو شرکتونو ته وسپاري.

هغه ویلي: «دا حالت د سوداګرو او سیمه‌ییزو ټرانسپورټ شرکتونو لپاره ډېر ناڅرګند او د افسوس وړ دی، ځکه دوی په سخت حالت کې دي.»

پاکستان له طالبانو سره پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې.

د سرحدونو د تړل کېدو په دوام، د طالبانو اقتصادي مرستیال د دې اوونۍ په اخیر کې د دې ډلې له مالیې وزارت او همدا راز سوداګرو او صنعت‌کارانو څخه غوښتي چې د پاکستان پر ځای د صادراتو او وارداتو لپاره بدیلې لارې وټاکي.

عبدالغني برادر اعلان کړی چې تر درو میاشتو وروسته به له پاکستانه د درملو واردات په بشپړه توګه بند وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه