په اسلام اباد کې چاودنه؛ خواجه اصف: د کابل له واکمنو سره د بریالیو خبرو تمه بې ګټې ده

via VOA

د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کې تر نننۍ چاودنې وروسته د دې هیواد د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي چې «موږ د جګړې په حالت کې یو او په داسې فضا کې د کابل له واکمنو د بریالیو خبرو تمه بې ګټې ده.»

د پاکستان د دفاع وزیر نن (سې‌شنبه، ۲۰ د لړم) مازیګر پر ایکس لیکلي چې «د کابل واکمن کولای شي په پاکستان کې د ترهګرۍ مخنیوی وکړي، مګر تر اسلام اباد پورې د دې جګړې غزول د کابل له خوا یو پیغام دی خو له پاکستان سره یې بشپړ ځواب شته».

ده ویلي: «که څوک فکر کوي چې د پاکستان ځواکونه یوازې د افغانستان او پاکستان پر پول او یا هم د بلوچستان په لیرې پرتو سیمو کې جنګېږي، نو په اسلام اباد کې نننی برید خبرداری ورکوي چې دا جګړه د ټول پاکستان جګړه ده.»

خواجه اصف ویلي چې د پاکستان پوځ هره ورځ په دې جګړه کې قرباني کېږي او خلګو ته د امنیت احساس ورکوي.

نن د غرمې شاوخوا اسلام اباد کې د محکمې له ودانۍ دباندې یوې چاودنې چې د ځانمرګي برید ګومان پرې کېږي، ۱۲ تنه ووژل او ۲۷ نور یې ژوبل کړل.

په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا برید په کلکه غندي.

تر اوسه کومې ډلې په رسمي توګه د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو پر ټولنیزو رسنیو له پاکستاني طالبانو سره تړلو چینلونو د دې برید مسوولیت تایید کړی؛ بل پلو پاکستاني رسنیو دا د «فتنه خوارج» کار بللی، البته پاکستان دا اصطلاح تحریک طالبان پاکستان ته کاروي.

دا د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د پاکستان او طالبانو تر منځ تر درې پړاوه بې پایلو مذاکراتو وروسته خونړی برید دی.

پاکستان په دې مذاکراتو کې غوښتنه کړې وه چې د افغانستان له پولو دباندې خپرېدونکې ترهګري دې مهار شي او د تحریک طالبان پاکستان له لوري دې د افغانستان د خاورې کارولو مخنیوی وشي، مګر طالبانو دا غوښتنې «غیر منطقي» بللې وې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه