په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدل

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د ترکیې په استانبول ښار کې له پاکستاني لوري سره د خبرو پر مهال کومې پایلې ته نه دي رسیدلي. پاکستاني چارواکو هم اعلان کړی، چې دې خبرو کومه پایله نه ده ورکړې.

د طالبانو ویاند نن (شنبه، ۱۷ د لړم) سهار په یوه بیان کې ویلي، چې «د پاکستاني پلاوي له خوا د غیر مسوولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسیږو».

هغه د خبرو د کوربه توب او منځګړیتوب لپاره له ترکیې او قطر څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو استازو «د مشرتابه په ځانګړي هدایت، په ښه نیت او صلاحیت سره له پاکستاني لوري سره په استانبول کې دوه ورځې پر له‌پسې د نومبر ۶مه او ۷مه په دې هیله ګډون وکړ؛ چې دا ځل به پاکستانی اړخ له خپلو مشرانو سره له سلا مشورو وروسته په مسوولیت‌پذیرۍ او رغنده نیت ‏د ستونزې د اساسي حل لپاره جدي وي او له واقعبینانه او قابل عمل غوښتنو سره به خبرو ته وړاندې شي».

د طالبانو ویاند زیاته کړې: «متاسفانه چې پاکستاني لوري د خبرو پر مهال د خپل امنیت په تړاو ټول مسوولیتونه د افغانستان حکومت ته راجع کول په داسې حال کې چې له خپلې خوا يې نه د افغانستان د امنيت ‏او نه د خپل امنیت په اړه د هېڅ ډول مسوولیت منلو ته چمتووالی ښوده.»

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې طالبان یو ځل بیا په خپل اصولي دریځ ټینګار کوي، چې هیچاته به اجازه نه ورکوي، ترڅو د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر خلاف استفاده وکړي او نه به بل هیواد ته اجازه ورکړي چې له خپلې خاورې څخه د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او امنیت پر ضد اقدامات او یا ملاتړ وکړي.

هغه ویلي، چې ‏«د پاکستان مسلمان ولس د افغانانو وروڼه دي او د افغانستان اسلامي امارت ورته نېک نیت او د امن هیله لري او د خپل مسؤولیت او وړتیاوو په حدودو کې به همکاري ورسره کوي».

د طالبانو ویاند څرګنده کړې، چې دوی «د افغانستان د ولس او خاوري دفاع» خپله شرعي او ملي وجیبه ګڼي او د هر تجاوز پر وړاندې به د الله تعالی په مرسته او د خپل ولس په ملاتړ کلکه دفاع کوي.

پاکستاني رسنیو دا هم راپور ورکړ چې په استانبول کې د طالبانو سره د هیواد خبرې د جمعې په ورځ پرته له کوم پرمختګ پای ته ورسیدې او د آی ایس آی د مشر په مشرۍ پاکستاني پلاوی خپل هیواد ته راستون شو.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم تایید کړه چې د خبرو اترو وروستۍ پړاو په ټپه ولاړ دی او په نږدې راتلونکي کې د نورو خبرو اترو لپاره هیڅ پلان نشته.

په همدې حال کې پاکستانۍ رسنیو هم راپور ورکړی، چې د دغه هېواد او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د جمعې په ورځ په استانبول کې بې له هر ډول پرمختګه پای ته رسېدلې او د آی‌اېس‌ای مشر په مشرۍ د پاکستان پلاوی خپل هېواد ته ستون شوی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف هم تایید کړې، چې د خبرو وروستی پړاو په ټپه دریدلی او په نږدې راتلونکې کې د لا نورو خبرو پلان نشته دی.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر عطاءالله طرار په یوه اعلامیه کې د ترکیې او قطر د منځګړتوب له رول څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې «پاکستان پر خپل دریځ ولاړ دی، دا چې د افغانستان له خاورې راټوکېدونکی تروریزم د کنټرول مسوولیت د افغانستان پر غاړه دی».

نوموړي ویلي: «پاکستان د افغانستان د خلکو په وړاندې هیڅ ډول کینه نه لري، مګر هیڅکله به د افغان طالبانو د رژیم د هغو کړنو ملاتړ ونه کړي چې د افغانانو او ګاونډیو هیوادونو ګټو ته زیان رسوي.»

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر زیاته کړې، چې «پاکستان به د خپلو خلکو د امنیت او ملي حاکمیت د ساتنې لپاره له ټولو لازم انتخابونو څخه کار اخلي».

پاکستان وايي، چې په افغانستان کې طالبان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ته پناه ورکوي او دا ډله د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې کاروي.

پاکستاني چارواکو په مکرر ډول له طالبانو څخه غوښتي چې د ټي ټي پي پر وړاندې اقدام وکړي.

د پاکستان پوځ څو ځله د دې لپاره چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) پر ضد عملیات وکړي، په افغانستان کې یې هوايي بریدونه ترسره کړي دي. د دغه هېواد وروستي بریدونه د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د نښتو لامل شول. دواړو لورو له څو ورځو جګړو وروسته، د قطر او ترکیې په منځګړتوب اوربند وکړ او خبرې یې پيل کړې. خو تر اوسه د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرو اترو هېڅ پایله نه ده ورکړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه