سور صلیب: ویجاړونکې زلزلې د افغانستان بحران لا ژوروي

اطلاعات روز: د اسیا او ارام سمندر لپاره د سره صلیب د نړیوالې کمیټې سیمه‌ییز مشر ریجیس سویز وايي، چې په افغانستان کې د زلزلې له امله رامنځ ته شوې ویجاړۍ، د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او بشري بحران په منځ کې ستونزې نورې هم ژوروي.

نوموړي نن (چهارشنبه، ۱۴ د لړم) په یوه پیغام کې ویلي، چې افغانستان له دوو میاشتو څخه په کمه موده کې له دوو ویجاړونکو زلزلو سره مخ شوی دی.

سویز زیاته کړې: «دغه ځل کورنۍ په شپه کې د خپلو کورونو د ویجاړېدو او د هغه هر څه له لاسه ورکولو وروسته چې پېژندل یې، له خوبه پاڅېدلې. دغه ویجاړتیا، د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او روان بشري بحران په منځ کې ستونزې نورې هم ژوروي.»

هغه ویلي، چې د سره صلیب ټیم د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یوځای، په بلخ، کندز او سمنګان کې له اغیزمنو ټولنو سره مرسته کوي او روغتونونو ته طبي تجهیزات برابروي.

د سره صلیب سیمه ییز مشر د هغو کسانو سره خواخوږي څرګنده کړې، چې د کورنۍ غړي، ملګري، کورونه او شیان یې له لاسه ورکړي دي.

د روانې اونۍ یکشنبې شپه (۱۱ د لړم) شاوخوا ۱۲:۵۹ بجې د هیواد شمالي ولایتونه د ۶.۳ درجې زلزلې ولړزول. د زلزلې مرکز د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ و.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې په دې زلزله کې لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه شوي، چې ۱۸ نارینه او اته ښځې پکې شاملې دي او یو زرو او ۱۴۴ تنه ټپیان شوي دي.

دا زلزله د هیواد په ختیځ کې د یوې زورورې زلزلې څخه شاوخوا دوه میاشتې وروسته کېږي، چې نږدې ۲۰۰۰ کسان پکې مړه او له ۳۰۰۰ څخه ډیر یې ټپیان کړل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه