بې پولې خبریالان: د طالبانو له لوري جبري اعتراف اخیستل د خبریالانو د ځپلو نوی پړاو دی

اطلاعات روز: د بې پولې خبریالانو سازمان وايي، چې د طالبانو له‌خوا د خبریالانو اجباري اعترافونه او د هغوی سپکاوی «په افغانستان کې د خبریالانو د بې‌رحمانه ځپلو د نوې مرحلې څرګندونه کوي».

دغه سازمان پرون (سې شنبه، ۱۳ د لړم) په یوه بیان کې ویلي، چې د طالبانو په زندان کې بندي خبریال مهدي انصاري څخه د جبري «اعتراف» اخیستل د طالبانو د استخباراتو یوه تګلاره ده چې غواړي ویره خپره کړي.

د بې پولې خبریالانو زیاته کړې، چې د طالبانو استخبارات هڅه کوي خبریالان مجرم وښیي، ترڅو د دوی نیول توجیه کړي او د هر ډول خپلواک راپور ورکولو مخه ونیسي.

د دغه سازمان په بیان کې راغلي: «دغه علني سپکاوی د افغانستان د خبریالانو د بې‌رحمانه ځپلو نوې مرحله څرګندوي. د بې‌ پولې خبریالانو سازمان (آراس‌اف) دا ویروونکی تاکتیک غندي او د مهدی انصاري او هغو اوو نورو خبریالانو د سمدستي ازادۍ غوښتنه کوي چې دا مهال په دې هېواد کې په خپل‌سري ډول نیول شوي دي.»

طالبانو په اکټوبر کې د مهدي انصاري د جبري اعتراف یوه ویډیو خپره کړه. هغه د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو په تور په یو نیم کال بند محکوم شوی دی.

د انصاري تر څنګ، شپږ نور خبریالان هم په زندان کې دي، چې حمید فرهادي هم پکې شامل دی. فرهادي د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر کې په کابل کې ونیول شو او د اطلاعات روز ورځپاڼې سره د همکارۍ په تور په دوه کاله بند محکوم شوی دی.

طالبانو د خبریالانو او رسنیو په کار سخت محدودیتونه لګولي دي.

افغانستان د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د آزادۍ په نړیوال شاخص کې د ۱۸۰ هیوادونو څخه ۱۷۵م ځای لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه