د طالبانو عدلیې وزارت: تر اوسه پورې نهه ښارګوټي امارتي تثبیت شوي

اطلاعات روز: د طالبانو عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له رامنځته کېدو راهیسې په ټول هېواد کې ۹ ښارګوټي امارتي (دولتي) ثابت شوي دي.

د دې وزارت په وینا، چې دا ښارګوټي له ۵۰ زره جریبو څخه زیاتې ځمکې رانغاړي چې د هېواد په څلورو ولایتونو کې موقعیت لري.

د طالبانو عدلیې وزارت زیاته کړې، چې په کابل کې د ملا تره‌خېل، سردار محمد داوود خان او ملا عزت ښارګوټي، په بلخ کې د خالد بن ولید ښارګوټی، په غزني کې د حکیم سنایي او نوآباد ښارګوټي او په ننګرهار کې د حاجي قدیر او اسحاق ګیلاني ښارګوټي د هغو ښارګوټو له جملې څخه دي چې دولتي فیصله شوي دي.

د دې وزارت په وینا، چې د یادې مودې په ترڅ کې په کابل کې د آریا، منشي میرغلام، میرویس او حبیب الله ځاځي ښارګوټو د ځمکو ځینې برخې د مرکزي زون د اختصاصي محکمې د پرېکړې پر بنسټ امارتي ثابتې شوې دي.

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې دوی د تېرو درېو کلونو په ترڅ کې د یادو ښارګوټو سربېره، په ټول هېواد کې له غاصبینو او «غیر شرعي» متصرفینو څخه شاوخوا ۴ میلیونه جریبه ځمکه راګرځولې او همدارنګه میلیونونو جریبو ځمکو دوسیې د کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونو او یا اړوندو اختصاصي محکمو کې تر کار لاندې دي.

د دولتي او عامه ملکيتونو غصب په تېر وخت کې يو ستر بحران ګرځېدلی و. بل لور ته د طالبانو له لوري د غصب شويو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو اقدام له نيوکو سره مخ دی. د نیوکه کوونکو په اند د طالبانو چلند له تبعيض څخه ډک دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه