د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو درېیمه ورځ؛ مجاهد: د مذاکراتو پایلو ته په تمه پاتې کېږو

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د ترکیې په استانبول کې د پاکستاني پلاوي سره د دې ډلې د پلاوي خبرې د درېیمې ورځې لپاره لا هم دوام لري.

هغه د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون ته ویلي، چې دا ډله د خبرو اترو پایلو ته په تمه پاتې کېږي.

مجاهد زیاتوي، چې دوی د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لري، خو خبرداری ورکوي، که کوم هېواد پر افغانستان برید کوي، د ورته اقدام سره به مخ شي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ دویم پړاو مذاکرات د شنبې په ورځ په ترکیه کې پیل شوي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې پاکستان له افغانستان سره پر کرښه جګړو او شخړو په اړه له افغان طالبانو څخه د خبرو پر مهال «روښانه، د شواهدو پر بنسټ او د حل‌لارې موندلو پر محور» غوښتنې مطرح کړې دي، خو د طالبانو سرغړونې او نه‌همکاري د دوی د صداقت په اړه شکونه رامنځته کړي دي.

د جیو نیوز په وینا، سرچینو ویلي چې پاکستان خپل وروستی دریځ طالبانو ته وړاندې کړی، او دا یې روښانه کړې چې د پاکستان په نښه کولو لپاره د وسله والو هر ډول منل یا پناه ورکول به د منلو وړ نه وي.

د راپور له مخې، په استانبول کې د خبرو اترو په دوهم پړاو کې، اسلام اباد له طالبانو غوښتي چې د افغانستان په خاوره کې د فعالیت کوونکو وسله والو د له منځه وړلو لپاره کوټلي او پرېکنده ګامونه پورته کړي.

امنیتي سرچینو ویلي، چې د مذاکراتو پر مهال د طالبانو استدلالونه «غيرمنطقي او له ميداني واقعيتونو څخه لېرې» وو، او دا کار د هغوی د واقعي سيمه‌ييز ثبات د رامنځته کولو د هڅې په اړه شکونه لا پسې زيات کړي دي.

سرچینو زیاته کړې، چې ترکیه هڅه کوي چې د طالبانو پلاوي سره د شواهدو او د پاکستان د اندیښنو اهمیت ته په پام مرسته وکړي، څو دا تشه ډکه کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه