د پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر ژر ازادي او پښتنونخوا کې د امن غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: پښتون ژغورنې غورځنګ د دې غورځنګ د یو مخکښ غړي علي وزیر چې د پاکستان حکومت سره بندي دی، د ژر خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه غونډه چې پرون (جمعه، ۲۰ د وري) د کوزې پښتونخوا سویلي وزیرستان په مرکز واڼه کې ترسره شوه، د دې غورځنګ مشرانو د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې ژر تر ژره دې علي وزیر ازاد کړي.

دې غونډه کې د یاد غورځنګ مشر منظور پښتین او بل مخکښ مشر محسن داوړ په ګډون زرګونه پښتنو ګډون کړی و.

منظور پښتین په خپلو خبرو کې وویل، چې د پاکستان په قامي پارلمان کې د سیمې خلکو استازی او د غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر، پروفیسور اسماعلی، حنیف پښتین او د غورځنګ نور بندیوان غړي دې ازاد کړي. دغه راز نوموړی له پاکستاني حکومته غوښتنه کوي چې پښتونخوا کې دې امن ټینګښت لپاره کار وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د علي وزیر ژر خوشې کېدو او پښتونخوا کې د امن ټینګښت غوښتنه وکړه.

ښاغلي پښتین په خپلو خبرو کې دغه راز وایي، چې پښتونخوا کې میشت وګړي له کلونو راهیسې په تیاره کې ساتل شوي او د دولت له ظلم او ناروا چلنده تنګ شوي دي. هغه زیاتوي چې د دوی بندي غړو د همدې بې عدالتۍ او د انساني بنسټیزو غوښتنو له امله حکومت نیولي دي.

پښتین وایي، «د پښتون ژغورنې غورځنګ په سیمه کې د هدفي وژنو په ضد غږ پورته کوونکی، د خلکو ناقانونه ورکېدو، د ماینونو پاکولو او د بې عدالته وژنو پرخلاف د ملک ایین سره سم غږ پورته کوونکی یو پرامنه تحریک دی، خو د دوی پرضد په ریاستي کچه مقدمې جوړول کیږي او مشران او فعالین یې زندانونو ته اچول کیږي.»

دې غونډې ته د زرګونه پښتنو په ورتګ د روانې ناامنۍ قربانیان هم ورغلي و، دوی له خپلو پښتني مشرانو غوښتل چې له حکومته عدالت وغواړي. د دې قربانیانو ترمنځ یوه شاوخوا اته کلنه انجلۍ هم وه، چې خپل غبرګ لاسونه یې په یوې بمي چاودنه کې له لاسه ورکړي دي.

هغه پښتنه ماشومه چې خپل غبرګ لاسونه یې په یوې چاودنه کې له لاسه ورکړي دي.

د قامي پارلمان غړی او د پښتون ژغورنې مخکښ غړی محسن داوړ په دې غونډه کې پښتون میشتو سیمو ته یو ځل بیا د یو معاملې له مخې د ناامنیو راوړل کېدو خبر ورکوي. دی زیاتوي، په دې خاوره بیا ناامني، انسان وژنې، لا قانونیت، ظلم، هدفي وژنې، د تورو ښیښو له ګاډو ډزې کول، لوټل او د قومونو ترمنځ جګړه هېڅ حالت کې د منلو نه دي.

ښاغلی داوړ وایي، دوی په هر حالت کې امن غواړي او په وینا یې چې دا د ریاست دنده ده چې امن ټینګ کړي. ده زیاته کړه، چې د سیمې ټول مشران باید د دې ناامنۍ په مخنیوي کې ونډه واخلي او له ریاسته پوښتنه وکړي ترڅو چې خلک په خوشحالۍ ژوند تیر کړی.

ده هم په خپلو خبرو د علي وزیر په ګډون د غورځنګ د نورو غړو خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

علي وزیر شاوخوا څلور میاشتې وړاندې پېښور ته پر لار پاکستاني پولیسو ونیو او اوس په زندان کې پروت دی. د پاکستان حکومت نوموړی څه موده وړاندې سند ایالت کې په یوې غونډه کې د حکومت پر ضد له نفرته ډکو خبرو په تور نیولی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دا غونډه په داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې په شمالي او سویلي وزیرستان کې ناامنۍ یو ځل بیا زیاتې شوې دي.

دې غونډې ته پاکستانۍ رسنۍ نه وې پرېښودل شوې او دغه راز پاکستاني حکومت پر سیمې انټرنېټ هم بند کړی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه