په شمالي وزیرستان کې د یوه ځانمرګي برید له امله اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي

له افغانستان سره پر پوله د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پر یوه امنیتي مرکز په ځانمرګي برید کې اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

رویټرز د پاکستاني سرچینو له قوله ویلي چې یو ځانمرګي بریدګر نن (جمعه، ۲۵ د تلې) په شمالي وزیرستان کې خپل له باروتو ډک موټر له یوې امنیتي پوستې سره وجنګاوه او دوو نورو بریدګرو هڅه وکړه چې امنیتي مرکز ته ننوزي.

د دې رسنۍ له راپور سره سم، دا دوه بریدګر د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي.

مګر جیونیوز د امنیتي سرچینو له قوله ویلي چې تر ځانمرګي برید وروسته درو نورو بریدګرو غوښتل چې امنیتي مرکز ته ننوزي، خو درې واړه ځای پر ځای ووژل شول.

دې رسنۍ ویلي چې په دې برید کې پاکستاني امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

د جیونیوز له راپور سره سم، دا برید د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې له لوري شوی دی.

د پاکستان پوځ تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دې ویلي.

پاکستان تر دې وړاندې په ځلونو ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي او له همدې هیواده خپل بریدونه طرح کوي.

د دې موضوع پر سر د اختلاف له کبله د پاکستان او طالبانو تر منځ په روانه اونۍ کې یوه څلور ورځنۍ جګړه هم وشوه.

دا شخړه د چهارشنبې په ورځ په یوه ۴۸ ساعتیز اوربند سره پای ته ورسېده، مګر د دې مهلت په پای ته رسېدو سره روښانه نه ده چې اوربند به وغزېږي او که نه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه