د پاکستاني پوځ ادعا: په سپین بولدک کې له ۱۵ څخه تر ۲۰ طالبان وژل شوي

اطلاعات روز: د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې په سپین بولدک کې د دوی د ځواکونو په برید کې له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. خو کندهار کې سرچینې وایي، چې د پاکستان په برید کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوې اعلامیه کې ادعا کړې، چې طالبانو نن (چهارشنبه، ۲۳ د تلې) سهار وختي د سپین بولدک په سیمه کې په څلورو نقطو برید کړی او دا بریدونه د پاکستاني ځواکونو له لوري په شا تمبول شوي دي.

د پاکستان پوځ پر طالبانو تور پورې کړی، چې دا بریدونه یې په کلیو باندې ترسره کړي پرته له دې چې ملکي وګړو ته پام وکړي.

د پاکستاني پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، چې طالبانو د پاکستان-افغانستان د دوستۍ دروازه هم ویجاړه کړې ده.

د طالبانو ویاند بیا څو ساعته وړاندې اعلان وکړ چې پاکستان لومړی په سپین بولدک برید وکړ او وروسته د دوی ځواکونو ځوابي برید کړی دی.

ذبیح الله مجاهد وایي، چې پر سپین بولدک د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې ۱۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۰ څخه ډیر ټپیان دي.

ورته مهال کندهار کې سرچینې وایي، چې د پاکستاني پوځ یادو بریدونو کې ۲۹ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر ۱۲۲ نور ټپیان دي.

خو، د پاکستان پوځ ویلي، چې دا ادعا، چې ګواکې برید د پاکستان له‌خوا پيل شوی، د پاکستان د پوستو د نیولو او یا د تجهیزاتو د ضبط ادعاوو په څېر، روښانه او څرګند دروغ دی.

د پاکستان پوځ زیاته کړې چې د «شپږ ټانک» پوستې په ګډون اته پوستې د پاکستاني ځواکونو لخوا په ځوابي برید کې ویجاړې شوي او اټکل کېږي چې له ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې طالبان او «خوارج» جنګیالي وژل شوي دي.

پاکستان د ټي ټي پي جنګیالیو ته د «خوارج» کلمه کاروي.

په همدې حال کې بیا د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو پر مهال د ملکي وګړو د ساتنې او نړیوالو قوانینو ته پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

ښاغلي بېنټ نن ایکس پر خپله پاڼه لیکلي، چې هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې له امله د ګڼ شمیر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او بې ځایه کیدو راپورونو څخه ژوره اندیښنه لري.

هغه همدارنګه په طالبانو او پاکستان غږ کړی چې له لږ تر لږه یو له بل سره له زغم کار واخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه