اطلاعات روز: کابل ته د پاکستان ولسي جرګې د مشر اسد قیصر درې ورځنی سفر چې ټاکل شوې وه نن (پنج شنبه،۱۹ د وري) ترسره شي، ځنډېدلی دی.
د افغانستان چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپل ټوېټر لیکلي چې د ښاغلي قیصر سفر د کابل هوایي ډګر کې د امنیتي ګواښونو له امله ځنډېدلی دی.
هغه لیکلي چې د ښاغلي قیصر لېږدوونکې الوتکه ناستې ته تیاره وه، چې د هوایي ډګر لیدونکې برج ورته د ډګر بندېدو خبر ورکړی دی.
ښاغلي صادق په ورته مهال ویلي چې له دوه اړخیزه خبرو وروسته به د پاکستان پارلمان استازو بل سفر نېټه جوته شي.
له دې وړاندې د افغانستان ولسي جرګې ټلوېزیون پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي ول: «کابل ته د پاکستان پارلمان مشر اسد قیصر او ورسره مل ۱۶ کسیز پلاوی سفر ځنډېدلی دی.»
په همدې حال کې د افغانستان حکومت کې یوع معتبره سرچینه اطلاعات روز ته وایي، چې کابل هوایي ډګر کې د یو مشکوک شي موندنې له امله دغه سفر ځنډېدلی دی.
دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وویل، چې سرحدي ځواکونو غوښتل دغه مشکوک شی په کنټرول شوې بڼه وچووي، چې له همدې امله ټول کورني او بهرني پروازونه ځنډېدلي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا، ځینو پاکستاني رسنیو هم کابل ته د پاکستان ولسي جرګې د مشر د سفر ځنډېدو لامل امنیتي ګواښ ښودلی دی.
