د تورخم دروازې تړل کېدو عام وګړي او ناروغان له ستونزو سره مخ کړي

اطلاعات روز: د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه اوونۍ پر ډيورنډ کرښه په بېلابېلو سیمو کې تر جګړې وروسته پاکستان د تورخم دروازې په ګډون د افغانستان سره ټولې ټرانزیټي لارې تړلې دي.

د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته دواړو غاړو ته پراته ولسونه او دغه راز پر یاده لاره پاکستان ته د درملنې لپاره عاجل تلوونکي ناروغان یو ځل بیا له ستونزو سره مخ شوي.

د کابل اوسېدونکی محمد قاسم چې مېرمن یې په ناعلاجه (کنسر) ناروغۍ اخته ده او غواړي د درملنې لپاره یې پاکستان ته ولېږدوي، له طالب او پاکستاني چارواکو غواړي چې د سیاسي ستونزو لپاره دې د کرښې دواړه غاړې سوداګر او عام خلک نه ځوروي.

محمد قاسم زیاتوي: «مېرمن مې په کنسر ناروغۍ اخت ده د درملو وخت یي پوره شوی او دا اوونۍ یې باید تر ډاکتره ورسوم، خو دلته ناڅاپي د جګړې له امله تورخم بند شو زما په ګډون سلګونه نور ناروغان هم شته چې دلته د لارې د تړل کېدو له امله بند پاتې دي؛ له طالب او پاکستاني لوري غوښتنه کوو چې تاسې خپلې سیاسي مسئلې حل کړې خو اوس لپاره دا لاره خلاصه کړي چې خلک له ستونزو سره مخ دي.»

تورخم ته له خپل ناروغ سره راغلی هدایت الله وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې تورخم کې ایسار پاتې چې په وینا یې د لارې پرانېستل کېدو ته په تمه دی.

د هغه په وینا د لارې د ناڅاپي بندېدو له امله د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو کې سلګونه عام وګړي او ناروغانو بند پاتې دي.

هدایت الله زیاتوي: «دلارې تړل کېدو خلکو زیات اندښمن کړي ځکه ناروغان او عام وګړي د تورخم دواړو لورو ته بند پاتې دي دا لاره باید پرانېستل شي، ځکه که چېرې دا لاره ژر خلاصه نه شي نو داسې ناروغان دلته شته چې کوما حالت کې دي او د ورځو په ایسارېدو سره به خپل ژوند له لاسه ورکړي.»

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ قومي مشر عبدالحکیم هم ورته شکایت کوي او وایي، چې د تورخم هغې غاړي ته جنازې او ناروغان له تېرو څو ورځو راهیسې د دروازې خلاصېدو ته منتظر ته دي.

نوموړی زیاتوي له جګړې وروسته پاکستان له افغانستان سره ټولې د تګ راتګ لارې تړلي، چې له امله یې دواړو خواوو ته پراته ولسونه زیان ګالي.

عبدالحکیم زیاتوي: «زمونږ د یو کلیوال په ګډون یو شمېر جنازې د تورخم بلې غاړې بند پاتې دي افغانستان ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي، دغه راز ناروغان هم له دې حالت سره مخ دي او هم پاکستانیانو له جګړې وروسته په دې هېواد کې پر کډوالو ظلمونه نور هم زیات کړي دي.»

بلخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، چې د تورخم دروازه د پاکستان له لوري تړل شوې او دوی تمه لري چې خلاصه به شي.

قریشي زیاته کړه: «تورخم پاکستان د جګړې په غبرګون کې تړلی او مونږ نه دی تړلی، خو تمه لرو چې دا لاره خلاصه شي ځک زیاتره ناروغان او عام وګړي دواړو خواوو ته بند پاتې دي؛ له پاکستان هم غوښتنه کوو چې خپل زور دې پر ولسي خلکو نه ازمایي.»

تورخم چې د افغانستان او پښتونخوا ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ مهمه لاره ده، روانه اوونۍ د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ له نښتې وروسته د مسافرو او سوداګریزو توکو پر مخ تړل شوې ده او د ناروغانو په ګډون په سلګونه تنه او حتا جنازې په سرحد کې بندې پاتې دي.

د راپورونو له مخې پاکستان له تېرو څو ورځو راهیسې د تورخم په ګډون سپین بولدک، غلام خان بندر، انګور اډه او یو شمېر نورې لارې پر افغانستان د وروستیو جګړو په غبرګون کې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه