د بشر حقونو څار: د انټرنیټ قطع کېدل د افغانستان د خلګو حقونه او معیشت په جدي توګه زیانمنوي

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: د بشري حقونو د څار سازمان اعلان کړی چې د طالبانو له‌ خوا د انټرنېټ پرې کېدل د افغانستان په کچه د خلکو حقونو او معیشت ته جدي زیان رسوي.

فرشته عباسي چې د بشري حقونو په دې سازمان کې د افغانستان د برخې څېړونکې ده، ويلي: «انټرنیټ ته د لاسرسي د پرې کولو لپاره د طالبانو هڅې د میلیونونو افغانانو معیشت ته زیان رسوي او هغوی له خپلو بنسټیزو حقونو لکه زده‌کړې، روغتیايي خدماتو او معلوماتو ته له لاسرسي بې‌برخې کوي.»

عباسي زياته کړې چې افغانان له وړاندې له نړۍ منزوي وو، خو اوس د دوی اړیکه له بهر سره په بشپړه توګه پرې شوې ده.

هغې ټينګار کړی چې هر څومره د طالبانو د انټرنېټ پرېکونه وغځېږي، هغومره به يې پایلې د خلکو او هېواد لپاره زیانمنې وي.

انټرنیټ او مخابراتي خدمتونه د دوشنبې له مازديګر راهیسې په ټول افغانستان کې پرې شوي. طالبان تر اوسه د دې اقدام په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

دې ډلې په لومړي سر کې فایبر نوري قطع کړ او دلیل یې «د منکراتو مخنیوی» بللی و.

د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی چې طالبان باید له خپلو بې‌اساسه توجیهاتو لاس واخلي او د (اړیکو) دا پریکیدنې ختمې کړي.

د دې سازمان په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې د کابل د انټرنېټ تر پرې کېدو وروسته کاروبارویان د خپلو چارو د ګډوډۍ راپور ورکوي او کابل هوایي ډګر ته او له همدې ځایه الوتنې لغوه شوې دي.

محصلین چې انلاین زده‌کړی یې کولې – په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې له وړاندې د طالبانو د پراخو تعلیمي بندیزونو له امله د ثانوي او لوړو زده‌کړو له حقه بې‌برخې شوې وې – نشي کولای خپلو ټولګیو ته وصل شي.

د بشري حقونو د څار سازمان ويلي چې د انټرنېټ دا پرېکونه ښځې او نجونې نورې هم منزوي کوي او د زده‌کړې، معلوماتو د ترلاسه کولو، انلاین کار او ډیجېټلي خدمتونو لپاره د پاتې لږو لارو مخه هم نيسي.

په افغانستان کې خبریالانو راپور ورکړی چې د انټرنېټ پرېکونې د موبایل شبکو او فایبر نوري پر کار اغېز کړی او له دې امله هغوی نشي کولای په کور دننه او له هېواده بهر اړیکې ټینګې کړي، په ځانګړي ډول د واتساپ او سیګنال په څېر پلاتفورمونه کار نه کوي.

بشردوستانه مرستندویه ډلې وايي چې د انټرنېټ پرېکونه د دوی د فعالیتونو مخه نیسي، ځکه دا ډلې د خبرتیا، همغږۍ او د مرستو رسولو لپاره له انټرنیټه کار اخلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکې ایندریکا راتواته ويلي چې د انټرنېټ پرېکونه پر ورځنيو چارو او د اړینو مرستو پر رسولو اغېز کوي.

هغې زياته کړې: «دا یو بل کړکېچ دی او د افغانانو پر ژوند به خپل اغېز ولري.»

د بشري حقونو د څار سازمان په خپله اعلامیه کې ويلي چې انټرنېټ ته لاسرسی په پراخه کچه د بشري حقونو د یوه اړین بنسټ په توګه پېژندل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه