د بلوچستان په کوټه ښار کې چاودنې لږ تر لږه لس تنه وژلي دي

Photo: Express Tribune

اطلاعات روز: پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د دې هیواد د بلوچستان ایالت د مرکزي ښار کوټې په پښین اډه سیمه کې د نیمه پوځي ځواکونو پر مرکز په برید کې لس تنه وژل شوي دي او ۳۲ نور ژوبل دي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خبر ورکړی چې دا برید نن (سې‌شنبه، ۸ د تلې) ترسره شوی او ځینو نورو رسنیو خبر ورکړی دی چې په وژل شویو کې څلور تنه پاکستاني امنیتي سرتېري دي او نور ملکي وګړي دي.

په عین مهال کې ډان ورځپاڼې زیاته کړې چې په ژوبلو کې د شپږو کسانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.

له رسنیزو راپورونو سره سم، تر چاودنې وروسته وسلوالو بریدګرو په سیمه کې ډزې هم کړې دي، خو د ډان ورځپاڼې له راپور سره سم د پاکستاني امنیتي ځواکونو د چټک غبرګون په ترڅ کې څلور بریدګر وسلوال هم وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو ورځو کې د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې د ګڼو امنیتي پېښو له امله د ګڼ شمېر وسلوالو بریدګرو د وژنې راپور ورکول کېږي او همدا راز د پاکستاني رسنیو له وینا سره سم، تېره ورځ هم د خیبرپښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان ولسوالۍ کې د یوې بمي چاودنې له امله نهه پاکستاني سرتېري وژل شوي وو.

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې په هیواد کې یې وسلوالو ته ځای ورکړی او هغوی په پاکستان کې بریدونه پلانوي، خو طالبان دا تورونه ردوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه